پر ګوګل د توکميز تبعيض تور
۱۴۰۰ اسفند ۲۸, شنبهد جمعې په ورځ په وړاندې شوې حقوقي دعوا کې ليکل شوي دي چې »د ګوګل تور پوستي کارکوونکي د کار يوه دښمنانه چاپېريال سره مخامخ دي او تر فشار لاندې راځي او کړيږي کله چې د شرکت تبعيضي چلن تر سوال لاندې راولي او په وړاندې يې مقاومت وکړي.«
د ګوګل پخوانۍ کارکوونکې اپريل کورلي له دې مخې په ۲۰۱۴ کال کې د ګوګل له خوا په نيويارک کې د پوهنتوني پروګرامونو له پاره استخدام شوې وه څو تور محصلين د کارکوونکو په توګه جلب کړي. په دعوا کې راغلي چې »هغې وموندل چې ګوګل نه چندان په حقيقي تنوع او د کار له ورته چانسونو سره علاقه لري، بلکې د مارکېټينګ په هدف يوازې خپل نوم ښه کول غواړي.«
ګوګل د کورلي په خبره يوازې لږ تور کارکوونکي استخداموي او هغه بيا اکثراً په ټيټو چوکيو کې په دندو ګمارل کیږي. د هغې انتقاد دا دی چې د پوست د رنګ په خاطر د کاري پرمختګ دروازې ورته تړلې پاتې کيږي. کورلي وايي چې پر دې يې انتقاد کړی او اصلاحات يې غوښتي دي چې په ۲۰۲۰ کال کې بيا له دندې ګوښه شوه.
د کورلي د مدافع وکيلانو هغو ارقامو او احصايو ته اشاره وکړه چې تېر کال د ګوګل تقريبا ۴،۴ سلنه کارکوونکي او تقريبا ۳ سلنه مشران توران ول. د سيليکين وېلي درې په سان خوزې ښار کې وړاندې شوې حقوقي دعوا د يوې عمومي دعوې بڼه اخيستل غواړي څو د ګوګل د نورو تورو کارکوونکو څخه هم استازيتوب وکړای شي.
ن.ص./خ.ح(AFP)