يوې خنځيرې په جهيل کې د يوه لوڅ آلماني ليپټاپ څنګه وتښتاوه؟
۱۳۹۹ مرداد ۱۹, یکشنبهدغه پيښه د آلمان د پلازمينې برلين ښار په ټوئفل نومې جهيل کې رامنځ ته شوې ده. په دغه جهيل کې خلک په قانوني توګه کولای شي له جامو پرته ولامبي او قدم ووهي.
دغه جهيل ته نژدې يوه آلماني نارينه چې جامې يې په تن کې نه وې، آرام کاوه چې يوې خنځيرې يې ليپټاپ کمپيوټر وتښتاوه.
د آلمان د خبري آژانس له قوله دغه لوڅ سړی پرته له دې چې ځان ته پام وکړي چې جامې يې په تن کې نشته، تر ډيره دغې خنځيرې پسې منډې ووهلې. هغه چې د منډو پر مهال ډير په غوصه وو، خنځيرې پسې يې د «وا خنځيرې وا خينځيرې» غږونه کول.
په پای کې دغه سړی په دې بريالی شو چې له خنځيرې څخه خپل کمپيوټر ترلاسه کړي. په پيښه کې هلته موجودو کسانو ته کوم مزاحمت نه دی شوی.
په خنځيرې پسې د دغه آلماني د منډو له صحنې څخه يوې آلمانۍ ښځې چې هلته موجوده وه، انځورونه اخیستي او په ټولنيزو شبکو کې يې خپاره کړي دي. د دغو انځورونو ليدلو هيڅ څوک پرته له خندلو نه دي پريښي.
دويچه وله ا/م.ک.ص./م.ن.ص.
زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم هم کتلای شئ: