يوه مسلمان بوسنيايي ليکوال د آلمان د ګويته جايزه وګټله
۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۹, جمعهد ګويته جايزه د غوره لاسته راوړنو او د آلماني شاعر «يوهان ولفګانګ فون ګويته» د يادون په خاطر ورکول کيږي. د دغې جايزې ابتکار ۶۵ کاله پخوا د آلمان د فرانکفورت ښار له خوا شوی دی.
پيتر فيلدمن چې د آلمان د فرانکفورت ښار ښاروال دی د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې بوسنيايی ليکوال جواد قراحسن د سږ کال د ګويته جايزه تر لاسه کوي. نوموړي زياته کړه: «هغه مهال چې ناسيوناليزم په نړۍ او هم په اروپا کې د ودې په حال کې وو، جواد قراحسن پر پولو باندې د دايمي غلبې له پاره، که هغه سياسي او که فرهنګي وي، سږ کال د ګويته جايزې ګټونکی شو.»
قراحسن په داسې رومانونو، د تياتر پر نندارليکونو يا سيناريوګانو او مقالو باندې کار کوي چې و مسلمانو او مسيحي او ختيځو او لويديځو ټولنو ته ارتباط ورکوي. د هغه د وتلو اثارو له جملې څخه د «سارا او سرافينا» او «د شپې د آسمان آرامتيا» نومونه يادېدلی شي.
قراحسن په ۱۹۵۳م کال کې د دوبوی ښار په يوه بوسنيايي کورنۍ کې دنيا ته راغی. هغه خپل پلار «کمونيستي مذهبي» او موريې »مسلمانه فداکاره» توصيف کړې ده. ده خپله بيا ډېر وخت له خپلو فرانسوي ملګرو سره په يوه سيمه يزه صومعه يا ديره کې تېراوه.
نوموړي د مکتب تر ختمولو وروسته د سارايوو په پوهنتون کې ادبيات او تياتر ولوستل او د زاګرب په پوهنتون کې يې د فسلفې د څانګې دوکتروا تر لاسه کړه.
په ۱۹۹۳م کال کې قراحسن د نننۍ بوسنيا هرزګوينا له پلازمېنې ساريوو څخه وتښتېد، يعنې له هغه ښار څخه چې د ده په هنري کارونو کې يې محوري نقش درلود. له ۱۹۸۶ تر ۱۹۹۳م کاله پورې د ډرامې د تيورۍ استاد او ورپسې د سارايوو پوهنتون د نمايشي هنرونو د اکاډمۍ مرستيال پاته شو.
له ۱۹۹۳م کال وروسته نوموړی د اروپا په مختلفو پوهنتونو کې مېلمه استاد وو چې د سالزبورګ او برلين تر څنګ په ګوتينګن کې يې هم دغه دنده پر مخ بيوله. قراحسن له ډېرو رومانونو او مقالو برسېره چې د اروپايي او آلماني رسنيو له پاره يې ليکلي دي، په بېلابېلو اروپايي ښارونو کې هم نندارو ته عملي بڼه ورکړې ده چې د نورو تر څنګ يې په ګرا، ارفورت او لايپڅيګ کې د دغسې هنري ټوټو لارښوونه کړې ده.
د آلمان د ګويته جايزې سره ۵۰ زره يورو هم تړلې دي. د دغې جايزې بنسټ په ۱۹۵۵م کال کې کښېښودل شو او هر کال وېشل کيږي. خو له دې وروسته به دغه جايزه په درو کلونو کې يو وارې ورکول کيږي.
په ۲۰۱۷م کال کې د دغې جايزې ګټونکې آريانه مونوچکين له فرانسې څخه وه چې د صحنو يوه لارښوونکې ډايرکټره ده. د دغې جايزې ډېری اخيستونکي ليکوالان دي، خو د خلاق او علم د نورو مسلکونو کسان هم په دې جايزې ستايل شوي دي.
د آلمان خبري اژانس/ن ص/ن ز