د اروپايي ټولني کمېسیون غواړي خلک د لږ اوبو کارولو ته وهڅوي
۱۴۰۴ اردیبهشت ۲۹, دوشنبهد اروپايي ټولني کمېسیون د چاپیریال ساتنې کمیشنرې جیسیکا روزوال، د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د می ۱۹) د فونکه په نوم د رسنیو ډلې ته وویل چي "موږ پوهیږو چې موږ ډیرې اوبه کارولې دي. موږ د دغې ستونزې په اړه پوهاوی او د اوبو په هکله نوي چلند ته اړتیا لرو."
د هغې په خبره: "صنعت، کرهڼه او همدارنگه د مصرف کوونکو په توگه موږ خپله باید په دې پوه سو چي اوبه یوه محدوده سرچینه ده."
نوموړې سویډنۍ وویل، د دغه ډول پوهاوي د رامنځته کولو له پاره یوه لاره کېدای سي دا وي چې په کورنیو کې د اوبو مصرف اندازه سي. روزوال، د انرژۍ بحران ته په کتو سره وویل: "کله چي خلک وکولای سي په دقیق ډول وویني چي هغوی څومره اوبه کاروي، نو هغوی په دې اړه آگاهانه فکر کوي. په دې ډول به لویه سپما رامنځته سي، ځکه خلکو نور دغه ستونزه درک کړې ده."
د اقلیمي بدلون د پرمختگ له امله، د اروپا لویه برخه له کلونو راهیسې د اوبو له مخ په زیاتیدونکي کمښت سره مخامخ ده. په آلمان کې، د هوا پېژندنې ادارې د روان کال د فبرورۍ د لومړیو او می میاشتې ترمنځ د معمول په پرتله له نیمایي کم باران ثبت کړی دی.
اړوند:په نړۍ کي د اقلیم د بدلون په نتیجه کي د څه د پاسه نیم میلیون انسانانو مړینه
روزوال اعلان وکړ چې هغه به له دوبي څخه مخکې د اروپايي ټولنې له خوا د اوبو یوه ستراتیژي وړاندې کړي. د اروپايي ټولنې کمشنرې وویل: "موږ تل په دې باور وو چې په کافي اندازه اوبه به موجودي وي، خو نور داسي نه ده. په اروپا کې، موږ کله ناکله ډیرې اوبه لرو، او ځیني وخت ډیرې لږ، او کله ناکه بیا دواړه په یو وخت کې. دا د ټولو غړو هیوادونو له پاره یوه ستونزه گرځیدلې ده."