«وسله والو په هندي کشمېر کې پنځه سیلانیان وژلي»
۱۴۰۴ اردیبهشت ۲, سهشنبهپه هیمالیا سیمه کې لوړپوړې سیاستوالې محبوبه مفتي وويل چې په دغه حمله کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
مېرمن مفتي چې د جمو او کشمیر د خلکو ديموکراټیک ګوند رهبره ده، دغه حمله ېې غندلې او ویلي ېې دي چې حمله په پهلګام علاقه کې شوې ده. په وینا ېې په حمله کې پر پنځو وژل شوو کسانو سربېره یو شمېر نور ټپیان شوي هم دي.
خو د جمو او کشمیر لومړي وزیر عمر عبدالله، ويلي دي چې لا تر اوسه د وژل شوو کسانو دقیق شمېر روښانه نه دی.
هغه دغه حمله په وروستیو کلونو کې پر ملکیانو د مخامخ شوو ټولو تاوتریخوالو په پرتله لویه او خونړۍ ښودلې ده. د فرانسې خبري آژانس په رپوټ کې د وژل شوو او ټپیان د هویت په هکله څه نه دي ويل شوي.
د دغې حملې مسئولیت تر اوسه هېچا یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی. د هندوستان تر کنټرول لاندې کشمېر چې اکثریت اوسیدونکي يې مسلمانان دي، له ۱۹۸۹ راهیسې د تاوتریخوالو شاهد دی. هندوستان تل په کشمېر کې د ناکراریو پړه پر پاکستان وراچولې، خو اسلام آباد ېې ادعاوې رد کړي دي.