جرمونهآسیا
وسله والو افغانستان ته څېرمه د يو ايراني جنرال ساتونکی وواژه
۱۴۰۱ اردیبهشت ۳, شنبهاعلان
په رپوټ کې راغلي چې جنرال حسين آلماسي د ايران د سيستان او بلوچستان ولايت په زاهدان ښار کې له دغه بريد څخه روغ وتلی دی او هيڅ ټپ هم نه دی وراوښتی. خو د هغه ساتونکی په پېښه کې وژل شوی دی.
دغه سيمه له افغانستان او پاکستان سره په ګاونډ کې پرته ده چې په وار وار پکې پلوڅ جنګياليو له ايراني ځواکونو سره نښتې کړې دي.
امنيتي ځواکونو په دغه سيمه کې د مخدره توکو له قاچاقچيانو سره هم نښتې کړې دي، ځکه چې دغه لاره د افغانستان د آفينو او هيروينو د قاچاق يو اصلي مسير دی.
په جنورۍ مياشت کې د ايران د انقلابي ساتونکي ځواک درې غړي او پنځه وسله وال غله په ياد ولايت کې د يوې نښتې پرمهال ووژل شول.
يوه مياشت تر مخه يوه ساتونکي داسې يو وسله وال په ډزو وژلی و چې غوښتل يې د سيمې د استخباراتو پر دفتر باندې بريد وکړي.