ورځپاڼه: په آلمان کې د سلفي میرمنو شمیر مخ پر ډیریدو دی
۱۳۹۹ تیر ۱۵, یکشنبهد «بيلډ ام زونټاګ» ورځپاڼې په حواله په آلمان کې د سلفي میرمنو شمیر په ۲۰۱۸ م کال کې ۱۳۵۶ تنه وو او په ۲۰۱۹م کال کې دغه شمیر ۱۵۸۹ تنو ته لوړ شوی دی. نوموړې ورځپاڼې دغه معلومات د آلمان د استخباراتي ادارې په استناد ورکړي دي چې تر اوسه پورې په رسمي ډول نه دي خپاره شوي.
د آلمان د استخباراتو د دغه رپوټ پر بنسټ په مجموع کې د دغې ډلې د پیروي کونکو شمیر په آلمان کې لوړ شوی دی، خو دغه بهیر بیا دومره چټک هم نه دی.
په عین وخت کې یوې بلې آلمانۍ ورځپاڼې رپوټ ورکړی دی چې دغه هیواد کې د خطر پيښونکو اسلامپاله کسانو شمیر کم شوی دی، یعنې هغه کسان چې کیدای شي تهدید وګڼل شي او آلماني چارواکي د هغوی له خوا د ترهګریزو بریدو د ترسره کیدو احتمال ناشونی نه بولي.
د «ويلټ ام زونټاګ» د رپوټ پر بنسټ د آلمان د جنایي چارو ادارې په اوس وخت کې شاوخوا ۶۵۰ تنه احتمالي خطر پيښونکي اسلامپاله ثبت کړي دي، په داسې حال کې چې دغه رقم تیر کال ۷۰۲ وو.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ص