«د دوشنبې په ورځ به يوه ډله افغانان آلمان ته انتقال سي»
۱۴۰۴ شهریور ۷, جمعهد «بیلډ» په نوم آلمانۍ ورځپاڼې په حواله د آلمان حکومت به په راتلونکې اونۍ کې د افغانانو له پاره، په اوس وخت کې ځنډول سوی د منلو پروگرام له سره پیل کړي. دې ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د اگست پر ۲۸ مه) د حکومتي کړیو په حواله خبر ورکړ چې ددغو افغانانو راتگ د راتلونکي دوشنبې له پاره پلان سوی دی. د معلوماتو له مخې هغوی به له اسلام آباد څخه الوتنه وکړي او په استانبول کې له یوې وقفې وروسته به د جرمني هانوور ښار ته ورسیږي.
اړوند:د آلمان خارجه وزیر: پاکستان کې په شرایطو برابر منتظر افغانان به آلمان ته راانتقال شي
ددغې ورځپاڼې په حواله دې کسانو ته آلمان ته د هغوی د راوستلو په هکله خبر ورکول سوی دی. په دغه الوتنه کې به د ښځو او کوچنیانو په گډون شاوخوا ۵۰ کسان انتقال سي. د هغوی په هکله هیڅ ډول امنیتي اندیښنې موجودې نه دي. دغه افغانان د هغو ، څه ناڅه ۲۳۰۰ کسانو په ډله کې راځي چې د آلمان له خوا د منلو له مؤقتي ژمنو سره سره په پاکستان کې بند پاته دي. ددغې الوتنې په هکله لا د آلمان د حکومت له خوا کوم رسمي تأیید موجود نه دی.
آلمان ته د راتگ له پاره د غوښتنلیکونو وړاندې کوونکي کسان هغه څوک دي چې په دغه هیواد کې یې د آلماني پوځ د ماموریت پروخت یې په اصطلاح د «ځايي کارکوونکو» لکه ترجمانانو په توگه مرسته کړې ده او یا هم د خپلو فعالیتونو له کبله د طالبانو له خوا له سخت گواښ سره مخامخ دي.
په افغانستان کې څلور کاله مخکې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته، د آلمان حکومت له ځانگړي گواښ سره مخامخ افغانانو لکه ځايی کارکوونکو، د بشري حقونو فعالانو او خبریالانو ته په آلمان کې د منلو ژمنې ورکړې.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په حواله په تیرو ورځو کې څه د پاسه ۴۵۰ افغانان چې په آلمان کې یې د منلو ژمنې درلودې، په پاکستان بندیان سول. د آلمان د حکومت په منځگړیتوب ۲۴۵ تنه یې بیرته له اخراجي کمپونو څخه وایستل سول. د نوموړو معلوماتو له مخې پاکستان د آلمان له خوا د منل کیدو د ژمنه لرونکي ۲۱۰ افغانان بیرته خپل ټاټوبي ته اخراج کړي ول.
د روانې اونۍ په پیل کې، د آلمان حکومت له خطر سره مخامخ افغانانو دغه هېواد ته د انتقالولو په اړه خپله پريکړه بدله کړه - په ځانگړي ډول د قانوني فشار له امله. د محکمې په پريکړه کې ویل سوی ول که چیرې د بهرنیو چارو وزارت، په آلمان کې د منلو په هکله خپلو ژمنو سره سم افغانانو ته ویزې ورنکړي نو له نقدي جریمې سره به مخامخ سي.