ورځپاڼه: آلمان له پاکستانه د افغانانو انتقال پيلوي
۱۴۰۴ شهریور ۴, سهشنبهد آلمان د welt په نوم ورځپاڼي د راپور له مخي د آلمان حکومت ځينو افغانانو ته په دغه هيواد کي د منلو ژمني تر ورکولو وروسته اوس دغه هيواد ته د راتګ اجازه ورکوي. ورځپاڼي ليکلي چي په راتلونکو ورځو کي به افغاني کورنۍ آلمان ته د راتګ اجازه ولري.
د ورځپاڼي د راپور له مخي، تمه کيږي چي هغوی به په پلان سوو پروازونو کي آلمان ته انتقال سي. د هغو کسانو د شمېر په اړه چي آلمان ته راځي راپورونه متفاوت دي.
د محکمې پريکړه څه وه؟
د ورځپاڼي په وينا، دې کار ته د برلين د تسليمېدو دليل، د محکمې وروستۍ پريکړي دي. ورځپاڼي د برلين د اداري محکمې د يوه ليکلي بيان له مخي چي دوی ته په لاس ورغلی دی ليکلي دي چي د بېلګې په توګه، که د آلمان د بهرنيو چارو وزارت هغو افغانانو ته چي آلمان ته د راتګ اجازه ورکړل سوې ده، هغوی ته ويزه ور نه کړي د جريمې له ګواښ سره مخامخ دی.
د توجيه په توګه ويل سوي دي چي آلمان «له قانوني پلوه د منلو په نه لغوه کیدونکو ژمنو مکلف دی.» د هغو کسانو په ډله کي چي دعوی يې کړي وې د حقوقو يوه استاده ده چي د خپلي کورنۍ له ۱۳ کسانو سره په پاکستان کي د ويزې په تمه ده. دا لا روښانه نه ده چي ايا هغه د هغو کسانو په ډله که ده چي آلمان ته انتقاليږي که نه.
په پيل کي په ځينو مواردو کي د آلمان د بهرنيو چارو وزارت د برلين-براندينبرګ له عالي اداري محکمې څخه د تجديد نظر غوښتنه وکړه، خو وروسته يې ځيني غوښتني بيرته واخيستلې. په ځانګړې توګه حکومت ته ګواښ سوی وو چي که د سپتمبر مياشتي تر ۱۰ نېټې پوري هغو کسانو ته چي د منلو ژمنه ورسره سوې ده ويزې ور نه کړل سي، ۲۵۰۰ يورو به جريمه سي.
څلور کاله مخکي چي طالبان يووار بيا په افغانستان کي واک ته ورسېدل د آلمان حکومت ژمنه وکړه چي په ځانګړې توګه زيانمنونکي افغانان، سيمه ايز کارمندان، د بشري حقونو فعالان او خبريالان به په جرمني کي ومني. اوس نږدې ۲۰۰۰ افغانان په پاکستان کي د جرمني له خوا ورسره سوي ژمني ته په تمه دي. د پاکستان حکومت څو ورځي وړاندي د دغو کسانو د نيولو اقدام وکړ.