واده فول په غزه کې بشري وضعیت د «نه زغملو وړ» وباله
۱۴۰۴ مرداد ۱۱, شنبهواده فول د جمعې (د اګست میاشتې لومړۍ نیټه) په ماښام بیرته المان ته ستون شو. نوموړي له «ټاګس شاوو» رسنۍ سره په مرکه کې د غزې په جګړه کې د المان پر نقش ټینګار کولو سره وویل: «اساسي تغیرات باید رامنځته شي او په غزې تړانګه کې د خلکو له پاره وضعیت باید په بنسټیز ډول بهتره شي.»
نوموړي په غزه کې بشري وضعیت د «نه زغملو وړ» وباله او له حماس سره یې د پاتې یرغمل شوو د خوشی کولو له پاره د اوربند د موافقې غوښتنه وکړه.
واده فول له اسرائیل سره د المان دوستانه اړیکو ته د اشارې ترڅنګ وویل چې اراده لري په راتلونکو ورځو کې له عربي هیوادونو سره هم خبرې اترې وکړي. نوموړي ټینګار وکړ چې اسرائیل مخ پر زیاتیدونکي ډول په نړيواله کچه د منزوي کیدو په حال کې دی او «دا موضوع د المان له پاره بې اهمیته کیدلی نه شي.»
د المان د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې د تغیر د رامنځته کیدو له پاره باید پر حماس ډلې فشار وارد شي. واده فول له هغو هیوادونو څخه چې له حماس سره ښې اړیکې لري، د هغو له ډلې له ترکیې او قطر څخه وغوښتل چې د اروبند رامنځته کیدو له پاره دې هڅې وکړي.
واده فول همدارنګه د فلسطیني هیواد په رسمیت پيژندلو په اړه خپل نظر څرکند کړ او ویې ویل: «د یوه فلسطیني هیواد په رسمیت پيژندل د مذاکراتو په بهیر کې یو تر ټولو وروستی پړاو دی. په دغو مذاکراتو کې باید دواړه خواوې په مستقیم ډول یو بل سره خبرې وکړي او سرحدونه مشخص کړي.»
ټاکل شوې ده چې د المان د بهرنیو چارو وزیر به نن (د شنبې په ورځ) منځني ختیځ ته د خپل سفر د پایلو رپوټ د المان صدراعظم فریدریش مرڅ او د دولت کابینې ته وړاندې کړي.