واده فول: المان به په پاکستان کې د افغانانو ملاتړ وکړي
۱۴۰۴ مرداد ۲۴, جمعهد المان د بهرنیو چارو وزیر یوهان واده فول د جمعې په ورځ په برلین کې وویل چې د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان له حکومت سره: «د لوړ رتبه چارواکو په کچه په تماس کې دی، څو د دغو کسانو حفاظت یقیني کړي او له هغو کسانو سره چې په دې وروستیو ورځو کې نیول شوي یا اخراج شوي دي عاجله مرسته وکړي.»
په تیرو څو ورځو کې څرګنده شوې وه چې پاکستاني چارواکي هغه افغانان هم خپل هیواد ته اخراجوي چې د المان حکومت د منلو پروګرام له خوا یې مثبت ځواب ترلاسه کړی دی.
دا چې المان په افغانستان کې دپیلوماتیکه نمایندګي نه لري، نو د افغان پناه غوښتونکو د منل کیدو بهیر د پاکستان له لارې پرمخ وړل کیږي.
د ۲۰۲۱م کال په فیبرورۍ کې د طالبانو یو وار بیا واک ته له رسیدو وروسته المان له افغانستان څخه د خپلو بنسټونو د پخوانیو سیمه ایزو همکارانو د ایستلو له پاره ډیر شمیر چارتر یا تجارتي پروازونه د پاکستان له لارې تنظیم کړل.
د المان حکومتي اتحادي ګوندونه غواړي چې د امکان تر حده د افغانانو د منلو پروګرام پای ته ورسوي او اوسمهال یې المان ته د دغو کسانو انتقالول بند کړي دي.
د المان د کورنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په نږدې راتلونکي کې به د هغو افغانانو د برخلیک په هکله چې المان ته د انتقالیدو په تمه دي، پریکړه وکړي.
واده فول وویل چې د اسلامپاله طالبانو له خوا د افغانستان د پخواني حکومت تر نسکوریدو وروسته په دغه هیواد کې د بشري حقونو څخه جدي سرغړونه ورځنی معمول ګرځیدلی دی.
نړیوالې ټولنې ته بیرته ستنیدل یوازې په هغه صورت کې ممکن دي چې طالبان خپلو نړیوالو مسئولیتونو ته متوجه شي، په ځانګړي توګه د خپل ولس بشري حقونه.
د المان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې المان په هر هغه هیواد کې چې ممکن وي بیړنۍ بشري مرستې کوي: «خو مونږ دغه کار له ډي فکټو حکومتونو څخه لیري، د ملګرو ملتونو په څیر د نړیوالو سازمانونو له لارې ترسره کوو.»
په افغانستان کې د ناورین وضعیت په پام کې نیولو سره المان له دغه هیواد سره ۵،۸ میلیونه یورو نوره مرسته کوي.
د المان حکومت په حواله دغه پيسې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام، د بین المللي سازمانونو او نورو غیر دولتي بشري سازمانونو له لارې لګول کیږي.
المان په روان میلادي کال کې تر اوسه پورې له افغانستان سره تر ۲۰ میلیونه یورو ډیرې بشري مرستې کړي دي.