هګست یووار بیا په "زیگنال" کي حساس پوځي معلومات شریک کړل
۱۴۰۴ اردیبهشت ۱, دوشنبهد امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر پیت هگس، په مارچ میاشت کي په یمن کي د ایران په ملاتړ، حوثي یاغیانو پر وړاندي د هوايي برید جزیات د خپلې مېرمنې، ورور او شخصي وکیل په گډون د زیگنال په یوه مسینجر کي شریک کړي دي.
دغي رسوايي د هګست، لخوا د ډیرو حساسو امنیتي جزياتو د شریکولو له پاره د غیر محرم پیغام رسونکي د کارولو په اړه لا ډېري پوښتنې راپورته کوي او دا په داسي حال کي ده چي هغه او د هغه اداره د محرمو معلوماتو د افشا کیدو په اړه د روانو تحقیقاتو په جریان کي د څو لوړ پوړو چارواکو د ګوښه کولو له امله، په مخ پر زیاتیدونکي ډول له انتقادونو سره مخامخ دي.
هگست، په دغه گروپ کي په یمن کي د حوثي یاغیانو پرضد د امریکايي ځواکونو د هوايي بریدونو د زماني چوکاټ په هکله جزیات خپاره کړي وه، چي هغو معلوماتو ته ورته وه چي تیره میاشت د
"آتلانتیک" مجلې له خوا رسوا سول. په هغه وخت کي د اتلانتیک مجلې مدیر د مسینجر هغه گروپ ته ورزیات سوی وو، چي پکښي د ولسمشر د مرستیال جي دي ونس، د ملي امنیت مشاور مایک والتز او د دفاع وزیر پیت هگست، په گډون لوړو پوړو امریکايي چارواکو خبري اترې کولې. د نوموړي رپوټ خپرول د غبرگونونو لړۍ له ځانه سره درلوده.
د دفاع د وزیر میرمن او د "فاکسنیوز" شبکې پخوانۍ پرودیوسره جینفر هگست، له بهرنیو پوځي چارواکو سره ځینو ناستو کي حاضره وه. جینیرفر، په مارچ میاشت کي له خپل بریتانوي همتا سره د هگست د لیدنې کتنې په هکله د پنتاگون له خوا په خپروسوو تصویرونو کي د هغه شاته لیدله کیږي.
د هگست، ورور هم د امریکا په داخلي امنیت وزارت کي په کار بوخت دي او له پنتاگون سره ددغه وزارت ارتباطي کس شمیرل کیږي.
د امریکا د دفاع وزارت دغه رپوټونه "بېاساسه" بللي او هغه یې رد کړي دي. د پنتاگون ویاند، شان پارنل په یوې وینا کي پرته د اسنادو له وړاندي کولو، رسنۍ، د پنتاگون له پخوانیو ناراضه کارکوونکو سره په گډ کار محکومې کړې او وې ویل: «د ترمپ ضد رسنۍ بیا هم ټینگار کوي، هر هغه څوک له منځه یوسي چي د ولسمشر ترمپ برنامو ته وفادار وي.»
له بلې خوا، د سپینې ماڼۍ ویاند هم هغه کارکوونکي چې د معلوماتو د افشا کیدو له امله له پنټاګون څخه ګوښه سوي وو، "د حقیقت په تحریفولو" تورن کړل، او ویې ویل چې دوی هڅه کوله "له خپل ځپل سوي غرور څخه دفاع وکړي او د ولسمشر پلانونو ته ضربه ور کړي."
د استعفا یا اخراج له پاره پر هگست باندي مخ پر زیاتیدونکی فشار
په پنتاگون کي له کړکېچ او د هگست، له رسوایۍ وروسته ډیموکراټ استازي د دفاع د وزیر د ژرترژره استعفا غوښتونکي سوي دي. د سنا د اقلیت مشر چاک شومر په ایکس شبکه کي لیکلي دي: «موږ تل پوهیږو چي پیت هگست، څرنگه د خلکو ژوند په خطر کي اچولی دی. خوترمپ لاهم د هغه د اخراج له پاره ډیر کمزوری دی. هگست باید اخراج سي.»
د عراق په جگړه کي پخوانی سرتیری او د ایلینوی له ایالت څخه سناتور، تمي داک ورت چي په ۲۰۰۴م کال کي سخت ټپي سوی وو، د هگست د استعفا غوښتنه کړې او ویلي یې دي چي "هغه باید په شرم سره استعفا ورکړي."
دغه رسوايي په داسي حال کي رامنځته سوه چي ډان کالډویل، د معلوماتو د افشا کیدو د تحقیقاتو په جریان کې د هګست یو له مهمو سلاکارانو څخه، له پنټاګون څخه له دندې ګوښه سو. کالډویل مخکې د هګسټ له خوا د لومړي سیګنال ګروپ د مسؤل کس په توګه معرفي سوی و.
د یمن په پلازمېنه صنعا کې د حوثي یاغیانو پر مرکزونو د امریکا د وروستیو بریدونو په نتیجه کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل سوي دي. په حوثیانو پورې تړلي المسیره تلویزیون په وینا، بریدونه په یوه استوګنیزه سیمه کې ترسره سوه چي پکښي لږترلږه ۳۰ نور کسان ټپیان سوي هم دي.