هند وايي پر پوځي تاسيساتو مو بريدونه شوي؛ پاکستان یې ردوي
۱۴۰۴ اردیبهشت ۱۹, جمعهد هند او پاکستان ترمنځ په کشمیر کې پر «لاین آف کنترول» يا د کنترول پر کرښه شديد فېرونه دوام لري او د ترينګلتياو له کبله د هند يو شمیر هوايي ډګرونه نن، جمعه هم تړلي پاتې دي چې له کبله هوايي خدمات سخت اغیزمن دي.
د ترينګلتياو له کبله په پلازمينه نوي ډيلي هم کې په لوړه کچه خبرداری جاري کړل شوی او د ټولو دولتي مامورينو رخصتۍ ځنډول شوي دي. چارواکي وايي چې په نوي ډيلي کې د ناحيو مشران له خپلو کارکوونکو سره ملاقاتونه لري څو د بيړني وضعيت پر وخت د روغتيايي خدماتو او له ناورين سره د چلند له پاره چمتووالی وارزول شي.
اړونده موضوع: هندوستان وايي پاکستان پرې د «ډرونونو او توغندويو» حملې کړي
پاکستان وايي د هند پر پوځي تاسیساتو یې بريد نه دی کړی
د هند پوځ ادعا کوي چې د هند تر ادارې لاندې کشمير په جمو، ادهم پور او د هند د پنجاب ایالت په پټان کوټ کې پر پخپلو پوځي اډو باندې د پاکستان د بريد هڅه یې شنډه کړې ده.
د هند تر ادارې لاندې کشمیر په جمو ښار کې پنجشنبه د شپې د چاودنو خبرونه ورکړل شوي ول او د ټولې سيمې بريښنا پرې شوې وه. هند د دې پړه پر پاکستان اچولې ده خو اسلام آباد د هند ادعاوې په کلکه رد کړي او ويلي یې دي چې لاس پکې نه لري.
د پاکستاند اطلاعاتو وزير عطاء الله تارړ، وويل چې د هېواد پوځونو یې له نړيوالې پولې ور هاخوا د هند تر ادارې لاندې کشمير کې هیڅ کوم ځای نه دی په نخښه کړی.
اړونده موضوع: د هند او پاکستان د ملي امنيت د مشاورينو ترمنځ د اړيکې نیولو خبرونه
نوموړي پر ايکس ليکلي: «هندي رسنۍ تل ناسم معلومات خپروي چې موخه یې د ناکاميو د پټولو له پاره د يوه (جعلي) تصور رامنځته کول وي...... موږ تر اوسه يوازې د دفاعي ډول غبرګون ښوولی دی! نړيواله ټولنه بايد دې ته پاملرنه وکړي.»
د پاکستان د دفاع وزیر هم ويلي ول چې دا بريدونه پاکستان نه دي کړي.
دا تازه څرګندونې په داسې حال کې شوي دي چې د پاکستان پولې ته څېرمه يو شمیر هندي ښارونه د شپې له خوا په تیاره کې ډوب شول او د سيمې خلکو ته په آسمان کې د توغنديو او ډرونونو خبر ورکړل شو. د هند حکومت ادعا کوي چې د پنجشنبې پر ماښام یې درې پوځي اډې په نخښه شوي دي.
هند د بريدونو په اړه نور څه ویلي؟
د هند دفاع وزارت د ټولنیزو رسنیو د ايکس شبکې له لارې ويلي: «هیڅ زيان نه دی اوښتی. د اس او پي په حواله د هند د وسله وال ځواک له لوري دغه خطرونه د متحرکو او غیر متحرکو سرچينو په مرسته بې اغیزې کړل شوي.»
د هند پوځ زياته کړې ده چې د پاکستان پر ټوله ختيځه پوله د ډرون يو شمیر بريدونه کړي او نور فېرونه یې هم وکړل.
په فضا کې توغندي او چاودنې
د هند تر ادارې لاندې جمو او کشمیر په جمو ښار کې تېره شپه د سيمې اوسيدونکې پر آسمان توغندي وليدل چې ورسره ټوله سيمه په تياره کې ډوبه شوه.
هندۍ سياستوالې او د جمو او کشمیر پخوانۍ اعلی وزیرې محبوبه مفتي، پر ايکس ليکلي ول: «ډېر د انديښنې وړ راپورونه را روان دي، پر يو شمير سيمو هوايي بريدونه شوي.»
اړونده موضوع: د پاکستان پوځ وايي ۱۲ هندي ډرونونه یې ویشتلي دي
د «انډين ايکسپريس» ورځپاڼې رپوټ ورکړی دی چې د جمو هوايي ډګر هدف ګرځيدلی او چارواکو د توغنديو د خنثی کولو سیسټم فعال کړی دی.
د سيمه ایز سرچينو په حواله د هند په نورو ښارونو لکه چندي ګړ چې د هوايي ځواک يوه مهم اډه پکې ده او د هند تر ادارې لاندې سرينګر ښار او همدا شان سرحدي ښار ګروداس پور کې هم د شپې بريښنا پرې وه.
هند پر پاکستان بريدونه تائيد کړل
د هند د بهرنيو چارو وزارت معين وکرم مصري، پر پاکستان د شپې له خوا د ترسره شویو بريدونو څخه دفاع وکړه.
نوموړي د يوې مطبوعاتي غونډې په ترڅ کې وويل چې «زموږ نيت د مسئلې د پراخولو نه دی، موږ يوازې د اصلي ترينګلتيا ځواب ورکوو. زموږ د غبرګون هدف عين مطابق، کنترول او سنجول شوی دی.»
اړونده موضوع: د هند او پاکستان نوی کشمکش؛ پاکستان د یوه بل بالستیک توغندي آزموینه کړې
مصري، د پاکستان هغه ادعاوې رد کړې چې وايي هند د بريدونو په ترڅ کې په کشمیر کې د پاکستان يو مهم بند هدف ګرځولی دی.
نوموړي زياته کړې: «که چېرې دا ډول ادعا د همدې ډول د کومې زيربنا د په نخښه کولو له پاره د پلمې په توګه وکارول شوه نو هیڅ شک نشته چې د پايلو بشپړ مسئوليت به یې د پاکستان پر غاړه وي.