د اسرائیل په تړاو د اروپايي اتحادیې پر سیاست د هسپانیا نیوکه
۱۴۰۴ تیر ۶, جمعهد اروپايي اتحاديې له خوا په غزه کې د بشري وضعیت تر یوې انتقادي ارزونې وروسته، د هسپانیا صدراعظم، پدرو سانچز، د دغې اتحادیې پر غړو شدیده نېوکه کړې چې ولې ېې سربېره پر دې چې نوموړی هلته جاري وضعیت د «نسل وژنې په کچه یوه فاجعه» بللی، اما اسرائیل سره تجاري تړون د تعلیق په حالت کې نه راوستل کیږي.
د غزې د چارواکو له خوا چې د حماس تر ادارې لاندې فعالیت کوي، د وړاندې شوو ارقامو پر اساس، پر غزې تړانګه د اسرائیل د څه باندې ۱۸ میاشتو حملو کې له ۵۵زرو ډېر فلسطینیان په سیمه کې وژل شوي دي. اسرائیل د نسل وژنې تور په شدت ردوي او وايي چې د حماس اسلامپاله ډلې سره د جګړې په حال کې ده کومه چې په ۲۰۲۳م کال کې ېې د اسرائيل په خاوره کې پراخې تروریستي حملې وکړې.
د اروپايي اتحادیې د خارجي خدماتو اقدام، په خپل یو رپوټ کې چې د معتبرو نړیوالو بنسټونو د ادعاو او موندنو پر اساس ېې چمتو او تېره اوونۍ ېې د اروپايي اتحادیې غړو هېوادونه ته وړاندې کړ، پکې ېې د بشري حقونو له ژمنو څخه د اسرائیل د سرغړونې «نښې نښانې» موندلي دي.
دغه سند چې لا عمومي شوی نه دی، خو د دویچه ويله په اختیار کې لویدلی، پکې پر ملکیانو له تفکیک پرته احتمالي حملو، روغتيايي مرکزونو ته د غذايي موادو او درملو د تدارکاتو بندولو او همدارنګه پر روغتيايي تاسیساتو حملو ته د اسرائیل د بشري حقونو ته له ژمنتیا څخه احتمالي سرغړونو په توګه اشاره کړې ده. د رپوټ په پای کې راغلي: «نخښې نښانې موجودې دي چې اسرائیل بشري حقونو ته د خپلو ژمنو د نقضولو په حال کې دی.»
پدرو سانچز د پنجشنبې په ورځ په بروکسل کې د اروپايي اتحادیې غونډې ته له رسیدو سره سم وویل: «کاملاً روښانه ده چې اسرائيل د اروپايي اتحادیې او اسرائیل ترمنځ د تړون ۲مه ماده نقض کړې ده.» هغه زیاته کړه: «موږ پر روسیې [پر اوکراین] د یرغل له پاره ۱۸ تحريمي بستې درلودلي، اما اروپا له خپلو دغو دوه ګونې معیارونه سره نشي کولی چې (له اسرائیل سره) د نژدې همکاریو تړون په تعلیق کې راولي.»
د تجاري توافق د ځنډولو بحث جدي نه دی
په حاضر وخت کې یوازې هسپانیا او ایرلند په ښکاره توګه د اروپايي اتحادېې او اسرائیل تر منځ د تجاري تړون د تعلیق یا ځنډولو غوښتنه کړې ده. خو د دا ډول یو اقدام د عملي کولو له له پاره د اروپايي اتحاديې د ټولو ۲۷ غړو اجماع لازمي ده، په همدې دلیل دغه بحث تر اوسه پورې د یو جدي انتخاب په توګه مطرح شوی نه دی.
د یونان، آلمان، هنګري او بلغاريا په څېر هېوادونه، د اسرائیل نژدې متحدین ګڼل کيږي. په دوی کې په ځانګړې توګه آلمان، خپل دريځ په صراحت اعلان کړی دی.
د آلمان صدراعظم، فریدریش مېرڅ، د تجاري تړون تعلیق، ناممکنه بللی. د دغه تړون تعلیق کېدای شي د اسرائیل له پاره یو جدي اقتصادي اختلال رامنځ ته کړي، ځکه دغه هېواد خپل شاوخوا یو دریمه برخه د اړتیا وړ توکي له اروپايي اتحادیې څخه واردوي.
دغه تړون چې له ۲۰۰۰م کال راهیسې په اجرا کې دی، د سوداګریزو اړيکو، سیاسي مذاکراتو او د علمي او تحقیقاتو همکاریو ټول اړخونه په بر کې نیسي. د دواړه لورو ترمنځ ېوازې د مالونو د سوداګرۍ حجم په کال کې۵۰ میلیارډ ډالرو ته رسیږي.
د انتخابونو له ډلې یو بل ېې د دغه توافق قسمي تعلیق دی، هغه اقدام چې یوازې د (حد اقل ۱۵ غړو هېوادونو او حد اکثر ۲۷ غړو هېوادونو) اکثریت ملاتړ ته اړتیا لري. د بېلګې په توګه آزاد تجارت پورې د اړوندو ګټو تعلیقول او یا د «هورایزن» په نوم د اروپايي اتحاديې د مالي تحقیقاتو د تمویل پروګرام ته د اسرائیل د لاسرسي قطع کول. خو څو ديپلوماتيکو سرچینو دویچه ويله ته ويلي دي چې دا ډول یو اقدام له پاره هم د لازم اکثریت ملاتړ نشته.
د اروپايي اتحادي ارشد ديپلومات: هدف د اسرائیل مجازات نه دی
د اوونۍ په پیل کې د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مشرې، کایا کالاس، دغه سند د ابتدایي بحثونو له پاره غړو هېوادونو ته وړاندې کړ. هغې له هماغه ابتدا روښانه کړه چې د اوس له پاره به هېڅ فوري اقدام تر لاس لاندې ونه نیول شي.
نوموړې د دوشنبې په ورځ وویل: «[د دغه رپوټ] هدف د اسرائیل مجازات نه دي، بلکې د غزې د اوسېدونکو او د هغوی په ژوند کې د پام وړ بهبود راوستل دي. که وضعیت بهتره نشي، کولی شو پر راتلونکو اقداماتو خبرې وکړو او په جولای میاشت کې دغې موضوع ته بېرته راستانه شو.»
د اروپايي اتحادیې رهبرانو د پنجشنبې ورځې په ناسته کې په خپله ګډه اعلامیه کې یوازې دومره وویل چې دغه رپوټ ته توجه کوي او په دغه اعلامیه کې د اسرائیل له خوا د بشري حقونو د احتمالي نقض په هکله هېڅ یادونه نه ده شوې. هغوی همدارنګه اعلان وکړ چې د بهرنیو چارو وزیران باید دغه موضوع په راتلونکې میاشت کې تعقیب کړي. د اروپايي اتحادیې ۲۷ رهبرانو په عین حال کې په غزه کې ناوړه بشري وضعیت، د نه منلو وړ شمېر کې ملکي تلفات او د لوږې په لوړه سطحه وضعیت وغانده.
په بهرني سیاست کې جنجالي موضوع
هسپانیا همدارنګه پر اسرائیل د اروپايي اتحادیې د وسلو د خرڅلاو او د لا ډېرو نورو تحریمونو غوښتونکې شوه. دا په داسې حال کې ده چې آلمان اسرائيل ته د وسلو د تر ټولو لوی صادرونکي هېواد په توګه، ویلي دي چې د وسلو صادراتو ته به ادامه ورکوي. د آلمان د همکارۍ پرته به دا ډول تحریمونه امکان ونه لري.
یو شمېر نورو هيوادونو لکه بلجیم، فرانسې او سویډن هم پر اسرائيل له ډیرو تحریمونو ملاتړ کړی. خو له دې ټولو سره سره، ټول دغه اقدامات د غړو هېوادونو کاملې اجماع ته اړتیا لري.
د ایرلند صدراعظم، مایکل مارتین، وویل چې غواړي د اروپايي اتحادیې د رهبرانو په غونډه کې ووايي: «د اروپا خلکو له پاره دا د درک وړ نه ده، چې ولې دغه اتحادیه نشي کولی پر اسرائيل فشار راوړي.»
د بحران نړېوالې ډلې له تحقیقاتي مرکز څخه د لیزا موسیول په آند، تر ټولو شدید فشار ممکن تسلیحاتي تحریم، د اسرائیلو د لوړپوړو چارواکو تحریمول او اسرائیل سره د همکاريو تړون بشپړ تعلیق وي.
هغې د دویچه وله د یوې کتبې پوښتنې په ځواب کې وویل: «خو تقریباً هېڅ اروپايي رهبر د دا ډول اقداماتو په هکله جدي خبرې نه کوي. په احتمال سره د اروپايي اتحادیې په خارجي سیاست کې داسې کومه موضوع نشته چې د اروپايي اتحادیې غړي هېوادنه دې د هغې په هکله په دې اندازه پر دوو برخو ویشلي وي.»
د ایران له کړکیچ سره پخواني دریځونه ته راتلل
تېره میاشت د لنډې مودې له پاره داسې ښکارېده چې اروپايي اتحادیه واقعاً د اسرائیل پر وړاندې د خپل دريځ د لاسختولو په حال کې ده. هالند وړاندیز وکړ چې د اروپايي اتحادیې او اسرائیل تر منځ د نژدې همکارۍ پر تړون دې بیا کتنه وشي او د می میاشتې په ۲۰ اکثریت غړو هېوادونو دغې موضوع ته شین څراغ ښکاره کړ.
دغه تحول لږ وروسته له هغې پېښ شو چې فرانسې، بریتانیا او کاناډا یوه ګډه اعلامیه خپره کړه او په هغې کې ېې پر غزه د اسرائیل حملې وغندلي، پر بشري مرستو لګول شوي محدودیتونه ېې «کاملان نامتناسب» او د نړیوالو بشري حقونو احتمالی نقض یې توصیف کړل. هغه وخت يو ښکاره احساس موجود و چې د اسرائیل په تړاو د اروپايي اتحادیې سیاست د بدلېدو په حال کې دی.
مېرمن موسیول وویل، داسې ښکاري چې اوس د «فرصت هغه دروازه» تړل شوې ده. هغې زیاته کړه: «داسې ښکاري چې د ایران او اسرائیل تر منځ د وروستي کړکيچ تر ډېرېدو وروسته، اکثره غړي هېوادونه بېرته خپل پخواني دریځ ته راګرځېدلي دي.»
هغې په ادامه وویل: «حتی هغه هېوادونه چې تل د اسرائیل سرسخته ملاتړي ول، خو په وروستیو کې ېې انتقادي دریځونه غوره کړي ول، لکه آلمان یا ايټالیا، خو اوس ېې خپل لحن ته تغییر ورکړی دی.»
له آرشیف څخه: