هرڅوک چي په دوبی کي ښکلی عکس واخلي، جايزه ورکوي
۱۳۹۹ آذر ۲۵, سهشنبهمتحده عربي اماراتو د ژمي په موسم کې د لا ډیرو سیلانیانو د جذب په موخه په ټولنیزو رسنیو کې یوه داسې یوه میاشتینۍ سیالۍ پیل کړې ده چې هره اونۍ دوه ګټونکي ۲۵ زره درهمه جایزه ترلاسه کوي. د خلیج ټایمز په نامه د متحده عربي اماراتو یوې ورځپاڼې په خپل تازه رپوټ کې لیکلي دي چې د متحده عربي اماراتو لومړي وزیر او د دوبۍ امیر محمد بن رشید المختوم د دغې سیالۍ پرانیستنه کړې ده.
د #WorldsCoolestWinterChallenge یا د نړۍ د ساړه ژمي سیالۍ تر عنوان لاندې په ټولنیزو رسنیو کې په دغې سیالۍ کې د دغه خلیجي هیواد اوسیدونکي کولی شي یو عکس واخلي او پر ټولنیزو رسنیو یې خپور کړي. دغه سیالي د دسمبر میاشتې له ۱۵مې نیټې پیل شوې او په دوو پړاونو کې د راتلونکي ۲۰۲۱م کال د جنورۍ میاشتې تر ۲۵مې نیټې پورې ادامه لري.
په سیالۍ کې د ګډون طریقه
په دغه سیالۍ کې د ګډون له پاره د متحده عربي اماراتو اتباع او په دې هیواد کې اوسیدونکي بهرنیان کولی شي چې د ژمۍ د موسم اړوند خپل اخیستل شوي ښکلي انځورونه او یا لنډې ویډیوګانې چې له یوې دقیقې اوږدې نه وي، واخلي او بیا یې پر انستاګرام او یا ټویټر باندې له دغه هشټګ یا کلیمې سره خپره کړي.
ټاکل شوې چې د سیالیو په لومړۍ مرحله کې به هره اونۍ دوه بریالي کسان اعلانیږي چې هر کس به ۲۵ زره درهم جایزه ترلاسه کوي. دغه مرحله د دسمبر میاشتې له ۱۵مې نیټې پیلیږې او د راتلونکي میلادي کال د جنورۍ میاشتې تر ۱۴مې نیټې به دوام ولري.
په دوهمه مرحله کې بیا د راتلونکي میلادي کال د جنورۍ میاشتې له ۱۵ نیټې نه تر ۲۵مې نیټې پورې په هرو لسو ورځو کې دوه بریالي کسان انتخابیږي او دا ځل ورته د ۵۰ زره عربي درهمو جایزه په پام کې نیول شوې ده.