هايل له بهر څخه کاري ځواک راولي
۱۳۹۷ تیر ۳۱, یکشنبهد آلمان د کار وزارت اعلان کړی دی، چې دوی په نظر کې لري، له بهرنيو هیوادونو څخه ځينې خلک د کار له پاره آلمان ته د راولي او په محدودي ويزې سره ورته د اوسیدلو شرايط برابر کړي.
د يکشنبې په ورځ له (فرانکفورته الګمانيز څايتونګ) سره د آلمان د کار وزیر، هوبرتوز هایل، په خبرو کې ويلي چې د زړو خلکو د پالنې په برخه کې بهرنيانو کار غوښتونکو ته به د محدودې ويزې اسانتیاوی برابرې کړي. دلته په دغه برخه کې د کاري ځواک کموالی ليدل کيږي.
دغه راز هايل زیاته کړه: «زه کولې شم تصور وکړم چې له بهر څخه د پالنې په برخه کې کاري ځواک د شپږو مياشتو له پاره آلمان ته راشي او د ځان له پاره دلته کار ولټوي. که چيرې دوی په دغه موده کې په دې کار ونه توانیدل نو بايد بيا بيرته خپلو هيوادونو ته ستانه شي.»
د آلمان د وزیر له خبرو څخه موخه دا ده چې «د کار لټونکو له پاره يو غيرې بيروکراتيک بهیر رامنځ ته شي.»
د کار وزیر هوبرتوزهايل، چې د آلمان سیوسیال ديموکرات ګوند غړی دی غواړي چې په برلین کي د آلمان ائتلافي حکومت د روان م کال تر پايه پورې دغه کار عملي کړي. د سوسيال دموکرات ګوند د ټينګار له مخې لوی ائيتلاف غواړي چې د کال تر پايه پورې داسې يو قانون جوړ کړي چې د ځينو مسلکي کارکوونکو راتګ ته لاره برابره شي. له دې لارې ټاکل شوې ده چې د ناقانونه مهاجرو شمير هم راکم کړای شي.
مرکزي پروژه
د آلمان صدراعظمې انګيلا ميرکل د جمعي په ورځ په خپل دوبني مطبوعاتي کنفرانس کې دغه اقدام د خپل حکومت یوه «مرکزي پروژه» وبلله.
د هغې د کورنيو چارو وزير هم اعلان کړی دی چې د ځينو مهمو ټکو لرونکی يو پيشنهادي کاغذ به وړاندې کړي.
د هغو مسلکي کارکونکو له پاره چې د پوهنتون اسناد نه لري، د اوسیدو او د محدودي ويزې د ورکولو نظر، د آلمان د اقتصادي کړيو له خوا يې هم ملاتړ شوې دې. دغه مفکوره د (شپيګل) مجلې د راپور له مخې د آلمان د کار ورکونکو د اتحاديې (BAD ) له خوا د يوه اووه ټکي لرونکي پلان په چوکاټ کې هم مطرح شوې ده .