نیکې هیلې: ایران د بندیزونو دردونکې اغیزې احساسوي
۱۳۹۷ شهریور ۲۲, پنجشنبهپه ملګرو ملتونو کې د امریکا متحده ایالاتو استازې نیکي هیلې، د چهارشنبې په ورځ (د سپټمر میاشتې ۱۲) له «فاکس نیوز» خبري آژانس سره په مرکه کې وویل: «دوی [ایران] د کمزورۍ احساس کوي او تر هغه ځایه به پر دوی فشار راوړو چې پر خپلو بالیستیکو توغندیو له سره غور وکړي. دوی باید له ترهګرو څخه د خپل ملاتړ پر موضوع غور وکړي.»
د نیکې هیلې په خبره ایران د هغو پراخو بندیزونو چې د دونالد ترمپ په لاسلیک د اګست له میاشتې راهیسې عملي کیږي دردونکي اغیزې احساسوي.
نوموړې د ایران له اټومي تړون څخه د امریکا د وتلو لامل په اړه وویل: «په سوریې کې د ایران رول په بشپړ ډول تخریبونکی دی. موږ لیدل چې هڅه کوي اسرائیل وګواښي او په ټول منځني ختیځ کې یې نیابتي جګړې په لاره اچولي دي. دا ټول د دې سبب شول چې موږ د ایران له اټومي تړون څخه ووزو. دا ځکه چې موږ دوی ته ډیرې پيسې په اختیار کې ورکولې چې خپل دې تخریبونکي چلند ته دوام ورکړي [...] هیڅ شی د ایران وضعه نه ښه کوي، مګر دا چې ایران پخپله ځان ته تغیر ورکړي.»
پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:
یوازې امریکا متحده ایالاتونه نه دي چې د ایران پر توغندیز پروګرام نيوکه کوي او دا یوازنی هیواد نه دی چې په سیمه کې د ایران د مداخلې او له ترهګرو څخه د ملاتړ ختمولو غوښتنه کوي. اروپا هم د ایران د توغندیز پروګرام او په سیمه کې د ایران د رول پر سر د خبرو اترو هڅه کوي. مخکې تر دې فرانسې د ایران توغندیز پروګرام ډیر اندیښمن کونکې بللې وه. ایران بیا دغه تورونه ردوي او وایې چې د ایران پوځي د توغندیو پروګرام دفاعي بڼه لري.
نیکي هیلې په دې وروستیو میاشتو کې د ایران په مختلفو سیمو کې نا ارامیو ته اشاره وکړه: «اوسمهال زموږ تمرکز د ایران پر خلکو دی. دوی اعتراضونه وکړل، دوی غږ پورته کړ، دوی وویل چې د یوه بهتره ژوند غوښتونکي دي [...] خو په نهایت کې موږ نه شو کولی اجازه ورکړو چې هغوی (ایران) دې اټومي پروګرام ولري.»
د ملګرو ملتونو په سازمان کې د امریکا سفیرې د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې په سوریه کې د ایران او روسیې نقش ته اشاره وکړه. نوموړۍ د هغو رپوټونو په هکله چې ادعا کیږي د سوریې ولسمشر بشارالاسد په ادلیب کې له کیمیاوي وسلو څخه استفاده کړې ده، ایران او په منځني ختیځ کې نورو اغیز لرونکو هیوادونو ته خبردارې وکړ: «هغه څه مو چې سوریې، ایران او روسیې ته وویل هغه دا وو چې دوه ځله مو ورته خبردارۍ ورکړ چې له کیمیاوي وسلو څخه دې استفاده نه کوي، دوه واره یې استفاده وکړه او دوه وارې ولسمشر ترمپ غبرګون ښکاره کړ.»
هیلې ټینګار وکړ: «موږ یو وار بیا مه آزمویئ. زه باور لرم چې شرایط ډیر د دوی په زیان دي.»