نوې څېړنه: بيزوګانې هم انسانانو ته ډېر ورته فکر کوي
۱۳۹۹ تیر ۲۱, شنبهانسانان او بيزوګانې په یوه عين ژبه خبرې نه کوي، خو د افکارو ډولونه يې د پخوانو اټکلونو خلاف يو بل ته ډېر ورته دي. دغه خبره د کاليفورنيا د برکلي، د هاروارد او د کارنګي مېلون پوهنتونو له نويو څېړنيزو پايلو جوتيږي چې په «ساينس آدوانسس» علمي مجله کې خپرې شوې دي.
له سلو برخوالو باندې په تجربو کې چې له مختلفو سنونو، کلتوري شاليدونو او حتی انواعو يعنې بيزوګانو پورې يې اړه درلوده، څېړونکو دغه موندنې لرلې: د بوليويا بومي اوسېدونکي لويان، د متحده آيالاتو له ښوونځي مخکې د دورې ماشومان او همداراز د ماکاک په نوم بيزوګانې ټول د رېکورسيون په نوم له يوې خاصې ذهني عمليې سره ډېره لېوالتيا لري.
ذهني وړتيا
رېکورسيون يا رېکورشن يو ذهني بهير دی چې په مغزو کې صورت نيسي چې مثال يې د هغو لغتونو، جملو يا سمبولونو د سلسلو جوړول دي چې پېچلي امرونه، احساسات يا افکار بيانوي. رېکورشن يوه خيالي پروسه ده چې هغه مقررات او قوانين ورباندې تطبيقيږي چې دغه پروسه خپله د دغسې مقرراتو او قوانينو له مخې رامنځ ته شوې وي: مثلا د هندارې يو انځور چې خپله د هندارې په يوه انځور کې راغلی وي چې دغه لړۍ په لا انتهايي ډول پسې مخ په وړاندې درومي.
په ژبپوهنه کې په دې اصطلاح سره هغه پديده تشريح کيږي چې د يوې کټګورۍ په مرسته د يوه ګرامري واحد په تجزيه کولو سره کېدای شي دغه عين کټګوري بېرته رامعلومه او څرګنده شي. د انسانانو تقريبا ټولې ژبې رېکورسيف يا د رېکورشن تر تاثيرا لاندې بلل کيږي.
بيزوګانې هم ډېرې وځلېدې
په تېره بيزوګانو په دغو تجربو کې د څېړونکو د اټکلونو خلاف ډېرې ښې لاس ته راوړنې درلودې. سام چائېټ چې د خپلې دوکتورا له پاره په دغه څېړنه کې برخمن وو، په دې هکله وويل: «زموږ ارقام دا ښيي چې بيزوګانې په کافي تمرين سره په ذهني لحاظ د دې وړتيا لري چې يو رېکورسيف بهير درک کړي. دغه وړتيا يعنې په بې ساري ډول په انسانانو پورې اړه نه لري لکه څنګه چې مو تر اوسه فکر کاوه.»
دغه پايلې د يادې څېړنې په حواله د ژبې د پرمختګ او انکشاف په هکله هم نوي نتايج لري. د څېړنې يو تن ليکونکی، ستيفون بيانتادوسي چې د برکلي پوهنتون د روان پېژندنې په څانګه کې پروفيسر دی په دې اند دی چې «په لومړي ځل موږ د انسانانو او غير انساني پريمات بيزوګانو د افکارو د نقشونو په هکله د تعبير وړ قوي تجربوي ارقام په اختيار کې لرو.»
د تجربې جوړښت
په تجربه کې د متحده آيالاتو برخوالو او همداراز بيزوګانو ته هم د لمس کولو يو تاچ سکرين لرونکی داسې کمپيوټر چې ورباندې کليک کېدای شي، په اختيار کې ورکړل شو څو بېلابېل سمبولونه په يوه رديف کې سره راولي. يوې زنګولې به ورته د لړۍ صحيح عيار تصديقاوه، په داسې حال کې چې يو بزر يا ناوړه بنګن زنګ به ورته د غلط ځواب پر وخت وکړنګېده. بيزوګانو ته به د صحيح لړۍ د برابرولو پر مهال شربتونه او خواړه هم د انعام په توګه ورکول کېدل.
دا چې د څيمانه په نوم د بوليويا د آمازون سيمې بومي اوسېدونکي له تکنالوژۍ څخه لېرې ګوښه ژوند کوي، نو هغوی ته به سمبولونه د کاغذ پر مخ ښودل کېدل او عکس العمل به ورته هم د خبرو له لارې کېده.
حيرانونکی ورته والی
د څېړنو پايله دا ده: د تجربې ټولو برخه اخيستونکو هغوی ته ښودل شوي سمبولونه په يوه لست کې د رېکورسيف او تکرارېدونکو نقشونو له مخې سره عيار کړل. د دې ورته والي دليل دا ښودل کيږي چې د څيمانه قوم لويان، د متحده آيالاتو د مکتب مخکې دورې ماشومان او بيزوګانې که هر څومره فرق سره لري، خو يو مشترک ټکی هم لري: هغوی ټولو نه د رياضياتو او نه د لوستلو په برخه کې تمرينونه او روزنه ليدلې ده.
بيانتادوسي ليکي چې «دغه پايلې د څېړنو له نورو نتيجو سره هم سمون لري چې له مخې يې بيزوګانې نور داسې جوړښتونه هم زده کولی شي چې د انسانانو د ژبې د ګرامر اجزا دي.»
اوسنۍ تازه پايلې دا هم ښيي چې رېکورسيون/رېکورشن او همداراز د پېچلو ګرامري جوړښتونو پروسس د انسانانو د تکفر په طرز کې د حيواناتو په پرتله لا ژورې ريښې لري، خو بيزوګانې هم د دې وړتيا لري چې دغه دواړه شيان زده کړي. دغه وړتياوې په د ترتيب سره يعنې په بې ساري ډول يوازې په انسانانو پورې اړه نه لري لکه څنګه چې يې تر اوسه پورې انګېرنه کېدله.
له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: