هند: د اورګاډو د تمځای په ټيل ماټيل کې د مړو شمېر لوړ شوی
۱۴۰۳ بهمن ۲۸, یکشنبهتازه رپوټونه وايي په مړه شوو کسانو کې ۵ ماشومان هم شامل دي چې تر ټولو د کم عمر لرونکی ېې ۷ کلن دی او په لویانو کې تر ټولو د ډېر عمر کس ۷۹ کلن دی. په ۱۸ مړو کې ۴ ېې نارینه او نور ېې ښځې دي.
د ملي پلازمېنې علاقې اعلی وزیرې، آتشي، پر اکس شبکه لیکلي چې د پېښې اکثریت قربانیان هندو مها کومب فېستوال ته تلونکي زیارت کوونکي دي. هغې په سر کې خبریالانو ته د مړو شمېر ۱۵ ښودلی و.
رسنیو ويلي چې په پېښه کې له لسو ډېر کسان ژوبل شوي هم دي چې په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
ورته نور ولولئ: هند: په اورګاډي کې د ګډوډۍ له کبله ۱۲ کسان مړه شوي
د نوي ډيلي د اورګاډو په عمومي تمځای کې دغه ټيل ماټيل د شنبې په ماښام په ځایي وخت نژدې ۸ بجې هغه وخت رامنځ ته شو چې ګڼ شمېر مسافر په دوو پلټفورمونو کې اورګاډو ته پورته کېدو ته ولاړ ول. دغه مساپر د هند پریاګراج ښار ته تلل چېرته چې د مها کومب فیستیوال روان دی.
د رسنیو له لوري په خپرو شویو ويډيوګانې کې لیدل کيږي چې خلک په ازدحام کې یو د بل د پاسه غورځيږي په داسې حال کې چې پولیس او د ژغورنې ټيمونو هڅه کوي چې وضعیت ته رسیدګي وکړي.
یوې متاثره شوې ښځې وویل: «د اورګاډو په تمځای کې د خلکو یو سیل موجود او هڅه ېې کوله چې ځانونه پریاګراج ته تلونکي اورګاډي ته ورسوي.» هغې زیاته کړه: «خپل توکي مې له لاسه ورکړل او په ډېرې سختۍ ژوندۍ پاته شوم.»
ورته نور ولولئ: هند په افغانستان کې د پراختيايي پروژو د عملي کولي په اړه غور کوي
د هندوستان د اورګاډو وزیر اېشنواڼي وایشناو ویلي چې د پېښې په هکله ېې د تحقیقاتو امر کړی دی.
تېره میاشت د هندوستان په شمال کې د مها کومب فستيوال په ازدحام کې چې په لسونو میلیونو هندوانو په کې ګډون کړی و، په لسونو کسان مړه شول. د دغه شپږ اوونيز فستیوال په جریان کې ګډونوال د فستیوال په تر ټولو نیکمرغه ورځ د سیند په اوبو کې یوه غوټه وهي.
هندوستان د سترو ازدحامو شاهد وي چې ډېری ېې په جشنونو او یا مذهبي مراسمو وي.
زموږ له آرشیف څخه ېې وګورئ: