نوروز، د نوي لمریز کال د پیل جشن
نوروز یا د نوي لمریز کال د پیل جشن د نړۍ له لرغونو جشنونو څخه يو دی چې نن ورځ هم د نړۍ په څو هیوادونو کې لمانځل کیږي. خو په افغانستان کې د طالبانو ادارې په دغه اولسي جشن باندي بندیز لګولی دی.
په هرو ۳۶۵ ورځو او شپږو ساعتونو کې
څه د پاسه ۳۰۰۰ کاله کیږي چې نوروز د تاریخي ایران په کلتوري ساحه کې د یوه پخواني جشن په توگه لمانځل کیږي. پس له هرو ۳۶۵ ورځو او شپږو ساعتونو څخه چې مځکه د لمر پر شاوخوا راڅرخي او د پسرلي موسم پیل کیږي، نوروز لمانځل کیږي. نوروز معمولاً د میلادي کال د مارچ له ۲۰ می یا ۲۱ مې سره سمون خوري.
له تیارې څخه روښنایي ته تیریدل
د نوروز ریښه په زردشتي مذهب کې ده او له زردشتي افکارو لکه روښنايي، یادون او یا هم جهاني همږغۍ سره تړاو لري. نوروز د نوي لمریز کال د پیل، پر بدیو باندي د نیکیو د بري او له تیارې څخه روښنايي ته د تیریدو په معنی دی.
په بیلابیلو طریقو سره د نوروز لمانځل
د نوروز د لیکلو طرز په بیلابیلو ژبو او رسم الخط کی توپیر سره لري. د ملګرو ملتو په علمي او کلتوري سازمان کی ددغه جشن رسمي نوم (Nowruz) دی. نوروز په یو څو هیوادونو لکه قزاقستان ( په انځور کې) او قرغزستان کی یو ملي جشن دی.
په بیلابیلو رنګونو او عنعنو سره یو جشن
په تاجیکستان کې نوروز په رنګارنګو کلتوري پروګرامونو سره پیل کیږي. ددغه هیواد خلک په دغه ورځ رنګارنګ عنعنوي کالي اغوندي. تاجیکان لکه ایرانیان تقریباً د فارسي ژبو د ساحې ټول جشنونه، لکه مهرګان، یلدا او تیرګان لمانځي.
چهارشنبه سوري
په آذرباییجان کې نوروز د مارچ له ۲۰ مې څخه تر ۲۶ مه لمانځل کیږي. له نوروز مخکې د لمریز کال د وروستۍ چهارشنبې په ماښام د «چهارشنبه سوری» عنعنوي مراسم لمانځل کیږي. لکه څنګه چې په دغه انځور کې لیدل کیږي، د آذرباییجان په پایتخت، باکو کې کوچنیان د اور پر شاوخوا نڅیږي.
د آزادۍ او مقاومت نښه
نوروز په کرد میشتو سیمو کې نه یوازي د نوي کال پیل دی، بلکې د آزاد ۍ او مقاومت یوه نښه هم ده. د ایران، عراق، ترکیې او سوریې په کرد میشتو سیمو کی نوروز په پراخه توګه لمانځل کیږي. ښځې رنګيني عنعنوي جامې اغوندي، په لویو کړیو کې سره نڅیږي او ډیری وخت د کردانو بیرغ رپوي.
هفت سین
نوروز د ایران تر ټولو مهم جشن بلل کیږي او پوره دوې اونۍ دوام کوي. ددغه جشن اصلي عنعنه، هفت سین ده. د اوو سمبولیکو خوړو په لرلو سره یو دسترخوان چې د «س» په توري پیل کیږي: سیب، سنجد، سماق، سیر «اوږه» سرکه، سبزه او سمنک یا سمنو.
د کورونو پاکول (څنډل)
په ځینو هیوادونو کې خلک له نوروز مخکې خپل کورونه پاکوي چې د منفي افکارو د لیري کولو او تازه او مثبتو افکارو د پیل په معنی وي. د مثال په ډول د فرشونو پريولل، په انځور کې ليدل کيږي چې خلک له نوروز مخکې خپل فرشونه مینځي.
نوي کالي
په نوروز کې د نوو کالیو اغوستل هم یوه عنعنه ده. له نوروز مخکې ورځو کې معمولاً بازارونه له خلکو ډک وي او هغوی د جامو او یا هم وچې میوې د اخیستلو په هڅه کې وي. په تیره بیا هڅه کیږي چې کوچنیان په نوروز کې نوي کالي ولري.
طالبانو په افغانستان کې نوروز منع کړی دی
نوروز د یونسکو له خوا د بشریت د یوه غیرملموس میراث په توګه ثبت سوی دی. نوروز په ملګرو ملتونو کې هم لمانځل کیږي او په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان، ایران، ترکمنستان، هند، ازبکستان، آذربایجان، ترکمنستان، عراق، قرغیزستان، پاکستان، تاجیکستان، قزاقستان او ترکیې هیوادونو په ګډه د هفت سین یو دسترخوان تیار کړی وو. خو په افغانستان کې طالبانو دغه جشن «غیراسلامی» بللی او هغه یې منع کړی دی.