میرڅ: پوتین ښايي زموږ د وخت ترټولو ستر جنگي جنایتکار وي
۱۴۰۴ شهریور ۱۲, چهارشنبهد آلمان صدراعظم فریدریش میرڅ، د اوکراین په جگړه کې د خپلو اقداماتو له امله د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین سخت انتقاد وکړ.
نوموړي د آلمان د "زات.۱" په نوم خصوصي ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کې وویل: «پوتین یو جنگي جنایتکار دی. هغه ښايي زموږ د وخت تر ټولو ستر جنگي جنایتکار وي چې اوس یې په پراخه کچه شاهد یو.»
میرڅ همدارنگه زیاته کړه: «موږ باید په دقیق ډول پوه سو چې څرنگه له جنگي جنایتکارانو سره چلند وسي. دلته د نرمښت ښودل بې ځایه دي.»
فریدریش میرڅ مخکې له دې هم روسیه د "سختو جنگي جنایتونو" په کولو او "ملکي کسانو په ترور کولو" تورنه کړې وه، خو دا چې هغه په خپله پوتین "ښايي د اوسني وخت تر ټولو ستر جنگي جنایتکار ونوموي" یوه تازه خبره ده.
هدف: د روسیې د جنگي اقتصاد ویجاړول
دآلمان صدراعظم د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې وویل: «زه هیڅ دلیل نه لرم چې په هیڅ برخه کې پر پوتین باندې باور وکړم.»
میرڅ زیاته کړه، د روسیې ولسمشر په اوس وخت کې هیڅ ډول دلیل نه ویني چې لهاوکراین سره د سولې توافق ته لا څه، حتی اوربند ته هم نیژدې سي.
اړوند:آلمان د بهرنیو چارو وزیر: د اوکراین د سولې مذاکراتو له پاره اوربند ضروري دی
هغه وویل: «دلیل باید موږ رامنځته کړو. له پوځي اړخه ښايي ستونزمن وي، خو د اقتصادي پلوه ممکن دي.»
د آلمان د صدراعظم په باور، باید داسې یو کار وسي چې روسیه نور د خپل جنگي اقتصاد د ساتلو وس ونه لري. هغه وویل:«زه په دې اړه له یوې اقتصادي ویجاړۍ څخه خبره کوم چې موږ به یې په رامنځته کولو کې مرسته وکړو.»
میرڅ څرگنده کړه، دا د مثال په ډول، پر هغو کسانو باندې د تعرفو په لگولو سره ترلاسه کیدای سي چې له روسیې سره تجارت ته دوام ورکوي.