م.م. بحراني سیمو ته له بېړنۍ بودجې ۱۱۰ میلیونه ډالر آزاد کړل
۱۴۰۳ اسفند ۱۶, پنجشنبهملګري ملتونه په داسې وخت کې د ۱۱۰ ميلیونه ډالرو تیارولو خبر ورکوي چې دونالد ترمپ د امریکا د ولسمشر په توګه په سپينې ماڼۍ کې د کار تر پيلولو لږ وروسته د امریکا د تقريباً ټولو بهرنيو مرستو د ځنډولو تصمیم ونیوه.
د ملګرو ملتونو د مرستو مشر ټام فلچر، په یوه اعلاميه کې ويلي دي: «پر هغو هېوادونو چې له شخړو، اقليمي بدلون او اقتصادي بحران سره لاس او ګریوان دي په وحشيانه توګه د مرستو قطع کول په دې معنی نه ده چې بشري اړتیاو له منځه تللې دي.»
په اعلامیه کې راغلي دي چې ازادې شوې پیسې به د افریقا، آسیا او لاتینې امریکا په لسو تر ټولو بحراني هېوادونو کې د ژوندانه د ژغورنې برخې مرستو کې ولګول شي.
ورته نور ولولئ: پاکستان او ملګري ملتونه د افغان مهاجرو له پاره د يوې پايدارې حللارې په لټه کې دي
د پیسو درېمه برخه به جنګ ځپلي سوډان او ګاونډي هېواد چاد ته ولاړې شي چې په لوی شمېر کې سوډاني مهاجر په کې میشت دي.
په اعلامیه کې ویل شوې چې «له دغو پېسو به همدارنګه په افغانستان، د مرکزي افریقا جمهوریت، هندوراس، موریتانیا، نیجر، ونیزوېلا او زامبیا کې د بشري ننګونو سره د مقابلې په ګړندۍ کولو کې مصرف شي.»
دغه ۱۱۰ ميلیونه ډالر د ملګرو ملتونو سازمان د بېړنیو پېښو پر وړاندې د مبارزې مرکزي صندوق ورکړي دي.
فلچر وویل: «د بېړنیو مرستو د تخصیص صندوق چینلونه نن په چټکۍ هغو سیمو ته سوق کیږي چېرته چې تر ټولو ډېره اړتیا ليدل کیږي.»
ورته نور ولولئ: د امريکا د پراختيايي ادارې «يو اس ايډ» ډېر کارکوونکي رخصت شوي دي
امریکا متحده ایالات په دودیزه توګه د نړۍ تر ټولو ستر د بشري مرستو ملاتړ کوونکی هېواد دی. شنونکي وايي د دغه مهم ډونر له خوا د بشري مرستو قطع کول، وار دمخه په میلیونو انسانان ناهېلي کړي دي.
د ملګرو ملتونو سازمان که څه هم د امریکا متحده ایالاتو د نوم ذکر نه دی کړی، خو ویلي ېې دي چې حاضردمه «په نړۍ کې تر ۳۰۰ ميلیونو ډېر وګړي عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري، خو کلنې بودجی د کمېدو په حال کې ده او وړاندوینه کیږي چې د سږکال بوديجه به د ریکارډ په کچه لږه وي.»
ورته نور ولولئ: ملګري ملتونه: د مهاجرو جبري ستنونه په افغانستان کې بشري بحران لا پراخوي
ملګری ملتونه وايي سږکال په نړۍ کې د زیانمنونکو وګړو شمېر ۱۸۵ ميلیونو ته لوړ شوی چې ۴۵ میليارډ ډالرو ته به اړتیا ولري، خو تر اوسه ېې د دغو پیسو یوازې ۵ سلنه ترلاسه کړي دي.