م.م له ایران څخه د افغان مهاجرو د راستنیدو په اړه اندیښمن دي
۱۴۰۴ تیر ۳, سهشنبهد افغانستان له پاره د ملگرو ملتونو ځانگړې استازې روزا اوتونبایوا، د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د جون ۲۳) په نیویارک کي د ملگرو ملتونو امنیت شورا په مخکي وویل: «په تیرو څو ورځو کي یوازي له ایران څخه په ورځ کي تر ۱۰ زرو اضافه انسانان بیرته خپل ټاټوبي ته ستانه سوي دي.»
اسرائیل د جون مياشتي پر ۱۳ نېټه پر ایران باندي ستر برید پیل کړ او له هغه راهیسي یې په تیره بیا په دغه هیواد کي اټومي دستگاوي او پوځي تاسیسات بمبارد کړي دي.
امریکا متحده ایالات د یکشنبې په شپه دغې جگړې ته ورداخل سول او د ایران پر دریو اټومي دستگاوو، فوردو، نطنز او اصفهان باندي یې بمبارۍ وکړې.
اوتونبایوا د ملگرو ملتونو د امنیت شورا په مخکي څرگنده کړه چي که څه هم په افغانستان کي ټولنې او ادارې هڅه کوي چي دغه مهاجر ومني، خو د ملګرو ملتونو دغې استازې وویل "له نړیوال ملاتړ پرته، د خوندي، منظم او سوله ایز راستنیدو له پاره محدودیتونه موجود دي."
افغانستان په نړۍ کي یو له بې وزلو هیوادونو څخه شمیرل کیږي. پس له هغه چي طالبانو په ۲۰۲۱م کال کي د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته واک تر لاسه کړی، نو ډیریو هیوادونو او مرستندویه ټولنو له دغه هیواد سره خپلې مرستې راکمې کړي دي.
اړوند:په ایران کې افغان مهاجر: نه د پاتېدو ځای او نه د تیښتې لار لرو
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان (WFP) په حواله، له جنورۍ میاشتې څخه څه ناڅه ۱۵ میلیونه افغانان له لوږې څخه زوریږي.
د ملگرو ملتو د بشري مرستو همږغې کوونکي دفتر (اوچا) مشري جویس مسویا، وویل چي افغانستان داسي منابع نه لري چي په مرسته یې د بیرته ستنیدونکو کسانو غم وخوړلای سي.
مسویا، وايي چي د اولس نیمايي برخه بشري مرستو ته اړتیا لري. له هر پنځم افغان څخه یو یې له لوږې څخه زوریږي او ۳،۵ میلیونه کوچنیان له سختې خوار ځواکۍ سره مخامخ دي.
د مسویا، په حواله د دغه هیواد ځیني برخې د پنځو کلونو په ترڅ کي د وچکالۍ له څلورم بحران سره مخامخې دي. د هغې په خبره په پلازمېنه کابل کي د اوبو د سخت کمښت خطر موجود دی.
د ملگرو ملتونو په حواله، د مهاجرو په هکله د پاکستان او ایران نوي سیاست، افغان مهاجر تر فشار لاندي راوستلي دي. د نوموړو معلوماتو له مخې د روان کال له پیل راهیسې له دغو دواړو هیوادونو څخه، څه د پاسه ۶۰۰ زره افغانان بیرته خپل ټاټوبي ته ستانه سوي دي.